ملګروملتونو په رفح کې د خوراکي توکو وېشل ځنډولي دي

واشنګټن – ملګروملتونو د غزې په جنوبي پوله رفح کې د نا امنۍ او کافي انتقالاتو د نه کېدو له امله د خوړو وېشل ځنډولي.

د ملګروملتونو ویاند سټیفن ډوجېرېک د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، د خوړو د نړیوال پروګرام او UNRWA یا د فلسطيني کډوالو لپاره د ادارې د ویش مرکزونو ته په رفح کې د روانو پوځي عملیاتو له امله لاس رسی نه کېږي.

ملګروملتونو ویلي، ۱.۱ میلیون کسان له لوړې کچې ولږې سره مخ دي.

مصر ته د رفح د اتصال برخه چې یو وخت د مرستو د رسېدو اصلي لاره وه د مې له شپږمې نېټې راهیسې تړل شوې ده او د امریکا لخوا د نوي جوړ شوي عرضي بندر له لارې د تېرو دوو ورځو راهسې د مرستو کوم ټرکونه نه دي راغلي.

د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند عابر عاطفه وویل، "په غزه کې بشري عملیات سقوط ته نېږدې دي."

هغه خبرداری ورکړ چې که غزې ته د زیاتو خوړو او نورو توکو رسول بیا پيل نه شي نو "د قحطۍ په څېر حالات به خپاره شي."

د دې ترڅنګ UNRWA ویلي، د دوی روغتیايي مرکزونو ته د تېرو لسو ورځو راهیسې طبي وسایل نه دي رسېدلي خو د هغوی روغتیايي کارکونکي به په هغو مرکزونو کې خپل کار ته دوام ورکړي چې لا پرانیستي دي.

په ورته وخت کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشر په اېکس یا پخواني ټوېټر باندې ویلي، د غزې په شمال کې د العوده روغتون د مې له ۱۹ مې راهیسې "کلابند دی او هیچاته د ورتلو او یا ورڅخه د وتلو اجازه نه ورکول کېږي."

د ډبلیو اچ او مشر تیدروس ګبریاسس ویلي، ۲۲ ناروغان، د هغوی پایوازان او د روغتون ۱۴۸ کارکونکي "تر اوسه هم دننه ایسار دي."

د العوده روغتون طبي پرسونل د ګل یا دوشنبې په ورځ په روغتون باندې د یو وسلوال برید خبر هم ورکړی.

یو راکټ د ودانۍ په پنځم پوړ لګېدلی و چېرې چې اداري دفترونه دي خو چاته پکې مرګ ژوبله نه وه اوښتې.

د خوړو د نړیوال پروګرام مشر روغتون ته د بشري لاس رسي او په بیړه یې د ډزۍ بندۍ غوښتنه کړې.

د لویدیځې غاړې په برید کې اوه کسان وژل شوي

اسرایلي ځواکونو د نهې یا سې شنبې په ورځ په مقبوضه لویدیځه غاړه باندې خونړۍ حمله کړې او د غزې پټۍ په جنوبي برخه کې یې د حماس جنګیالیو سره جګړه کړې.

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، چې اسرایلي ځواکونو د لویدیځې غاړې په جنین سیمه کې خپل برید کې اوه کسان وژلي دي.

دغه ډول د جنین د حکومتي روغتون مشر ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې یو تن د روغتون یو جراح ډاکتر و.

اسرایلي پوځ د عملیاتو راپور ورکړی او ویلي یې دي چې دوی پکې ترهګر ویشتي دي.

د غزې جګړه

د اسرایل ځمکني او هوايي‌ ځواک د رفح په جګړه کې برخه اخیستې او اسرایلي سرتېرو دغه ډول د غزې په مرکز او شمال کې هم له حماس سره جګړې کړي.

د سیمې خلکو ویلي، چې په رفح کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.