امنیتي سرچینې وایي د بلوچستان په دوکۍ سیمه کې نامعلومه وسله والو د کولې نه په ډکو ټرکونو حمله کړې ده چې پکې یو ډرایور وژل شوی اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې دا پېښه د نهې-سه شنبې په ورځ د دوکۍ د سنجاوي سیمې په پاسره تنګي کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو وینا ده چې دغلته نامعلومه وسله والو د کولې نه په ډکو ټرکونو ناتاره ډزې کړي چې په دغو ډزو کې یو ډرایور وژل شوی اؤ درې نور ژوبل شوي.
سرچینې وایي چې په ټرکونو کې کوله پنجاب صوبې ته وړل کېده خو وسله والو له ډزو وروسته دغو ټرکونو ته اور لګولی دی اؤ شپږ ټرکونه یې سوځولي دي.
له پېښې وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ د برید کوونکو لټون یې پیل کړی خو سرچینې وایي لا هم د برید په تړاؤ څوک نه دي نیول شوي اؤ نه هم ددې پېښې ذمه واري چا پغاړه اخستې ده.
تېره اوونۍ هم د بلوچستان د ډبرو سکرو یا کولې د زېرمو لرونکې په پښتون میشته سیمه دوکۍ کې د کولې د کانونو په مزدورانو نامعلومه وسله والو برید کړی ؤ چې پکې د دوؤ ساتونکو په ګډون پینځه کسان ژوبل شوي وؤ.
بلوچستان د یوې اوږدې مودې راهیسې له ناکرارۍ سره مخ دی اؤ دغلته وخت په وخت بیلتون پاله بلوڅ وسله وال تنظیمونه په امنیتي ځواکونو، د پنجاب په وګړو اؤ بهرنیو تاسیساتو بریدونه کوي.
د بلوچستان وزیر اعلا سرفراز بګټي په دې وروستیو کې بلوڅ وسله والو ته د مذاکراتو بلنه ورکړې وه اؤ ویلي یې وؤ هغه تیار دی چې مرورو بلوڅانو سره پخپله مذاکرات وکړي خو بلوڅ وسله والو ډلو د وزیراعلا دغه وړاندیز ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.