اسرايل په رفح کې هوايي بمباري کړې، ګڼ کسان پکې وژل شوي

رفح کې د صحت چارواکو ويلي، د غزې پټۍ په جنوبي ښار کې د اسرايل په هوايي بريدونو کې لږ تر لږه ‏‎35‎‏ کسان وژل شوي، د اسرايل پوځ ويلي، د پېښې ‏ارزونه کوي.‏

اسرايل ويلي، د رفح سره نزدې په تل السلطان کې یې د ويسټ بېنک د حماس مشر او نور لوړ پوړي مشران هم وژلي دي، خو د حماس د کنټرول لاندې د ‏صحت وزارت ويلي، په بريد کې د بې ځايه شوو خلکو په خېمو اور لګېدلی دی، ګڼ کسان پکې ژوبل شوي، او فلسطين کې رېډ کريسنټ سوسايټۍ ‏ويلي، د وژنو شمېره زياتېدی شي.‏

له دې وړاندې د اتوار/ يکشنبې په ورځ فلسطيني وسله والې ډلې حماس د اسرايل کاروباري مرکز تل ابيب باندې غټې راکټې داغلې دي. دا د اسرايل او ‏حماس ترمنځ اتوو مياشتو جګړه کې په لومړي ځل غټ بم کارول شوی دی.‏

د ياد هوايي بريد په وخت سايرن غږول شوی خو اسرايل ويلي په سمدستي ډول بريد کې کومه مرګ ژوبله يا تاوان نه دی اوښتی. دا لومړی ځل وو چې د ‏جنورۍ د میاشتې راهسې د غزې نه د اوږدې فاصلې راکټونه ويشتل شوی دی.‏

د حماس عزالدين القسام بریګېډ په ټيليګرام پوسټ کې ويلي، د صيهونيانو لخوا د ملکي وګړو د وژنو په بدل کې یې په تل ابيب راکټونه داغلي دي.‏

د اسرايل پوځ ويلي، اته راکټې د غزې د جنوبي ښار رفح څخه ويشتل شوي او اسرايل ته داخل شوي چرته چې د اسرايل ځواکونو په دې وروستيو کې ‏عمليات پيل کړي خو اسرايل ويلي، ګڼ راکټونه یې ودرولي يا شنډ کړي دي.‏

له دې وړاندې د مصر سره په پوله رفح ښار ته د يوې نوي تړون لاندې امدادي ټرکونه رسېدلي، کله چې د اسرايل پوځ روانه میاشت د فلسطين دغه ډډه قبضه ‏کړې وه، خو دا نه ده معلومه چې مرستو ته به د جګړې له امله امدادي ډلې رسايي وکړي.‏

مصر د دې پولې پرانستو نه تر هغې وخته پورې انکار کړی چې څو پورې غزې اړخ فلسطينيانو ته نه وي سپارل شوی، خو د امریکې د صدر جوبايډن او ‏مصر د صدر جوبايډن د ټيليفوني خبرو وروسته په عارضي توګه اسرايل د کريم شالو لوري ته ټريفک اړولو باندې اتفاق کړی وو.‏

د رفح پولې سره نزدې د جګړې له امله دغه لارې ته رسايي نه کيږي، اسرايل ویل لسګونو امدادي ټرکونو ته یې اجازه ورکړې، خو ملګرو ملتونو ويلي، د ‏بل اړخ نه امداد بيرته ستنول خطرناک دي.‏

د جمعې په ورځ د انصاف نړیوال عدالت اسرايل ته امر کړی چې د نسل وژنې د کنونشن لاندې دې خپلې زمه وارۍ پوره کړي، په رفح دې سمدستي حملې ‏ودروي، خو په جنوبي غزه کې د اسرايل جنګي عمليات دوام لري.‏

امریکا چې اسرايل ته تر ټولو غټ د وسلې ورکوونکی هيواد دی، څو ځله یې اسرايل ته په رفح کې د ځمکنيو عملياتو نه کولو مشوره ورکړې چې دغلته په ‏غټه کچه ملکي وګړي وژل کېدی شي.‏

نړيوال عدالت د ملګرو ملتونو يوه څانګه ده خو د خپل حکم عملي کولو کومه لاره نه لري، د ملګرو ملتونو په امنيتي شورا کې به ووټ ورکوي چرته امریکا ‏د وېټو کولو اختيار لري.‏

د اسرايل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو ويلي، اسرايل به تر هغې وخته د غزه څخه ونه وځي څو پورې چې حماس ختم کړی نه وي.‏

د تېر کال په اووم اکتوبرحماس په اسرايل بريد کړی، ‏‎1200‎‏ کسان یې وژلی او ‏‎250‎‏ یې يرغمل کړي وو، له دغې وروسته اسرايل د حماس پرضد جګړه پيل ‏کړې، په غزه کې د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت وايي، په دغه جګړه کې نزدې ‏‎36,000‎‏ فلسطينيان وژل شوي چې زياتره یې ماشومان او ښځې ‏دي.‏

‏( د دې خبر ځینې معلومات اې پي او اې اېف پي څخه اخستل شوي).‏