وزیراعظم شهباز شریف ویلي په پاکستان کې میشت د چین وګړو ته به بشپړه امنیت ورکول کیږي اؤ په دې لړ کې یو هر اړخیزه امنیتي پلان هم جوړ کړل شوی دی.
د نهې په ورځ د چین لخوا پاکستان کې د سرمایه ګزارۍ اؤ د چیني وګړو د امنیت په اړه د اوچتې پایې د یوې غونډې د مشرۍ کولو په مهال وزیراعظم شهباز شریف ویلي، حکومت یې د سي پیک د راتلونکي پړاؤ په اړه کوټلې تیارۍ نیسي اؤ د چین په مرسته به د ګوادر بندرګاه د نقل و حمل یا لاجسټکس مرکز جوړولی شي.
پاکستاني رسنۍ وایي چې په دې غونډه کې د بیلابیلو وزارتونو له لوري د پاکستان اؤ چین د اقتصادي اړیکو په اړه وړاندیزونه هم ورکړل شوي دي.
ښاغلي شهباز شریف غونډې ته ویلي پاکستان له چین سره د زراعت، آي ټي اؤ توانایۍ په څانګو کې خپلو مرستو پراخولو ته لیواله دی.
هغه وویل چین د پاکستان په معاشي پرمختیا کې یو مهم انډیوال دی اؤ مونږ د چین صنعتونو په ځانګړي ډول د کپړو صنعت ته پاکستان کې د کارخانو جوړولو بلنه ورکوؤ.
د وزیراعظم وینا وه چې که چینایي صنعت کاران اؤ سرمایه کاران په پاکستان کې سرمایه ګزارۍ ته راوړاندې شي نو پاکستان به ورته کوټلی امنیت اؤ هر ډول اساني ورکوي .
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان دننه په چینایي وګړو یو شمیر ترهګریز اؤ ځانمرګي بریدونه شوي چې پکې د چین وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر دغو خونړیو بریدونو وروسته روانه میاشت د کورنیو چارو د وزیر محسن نفوي په مشرۍ شوې یوه غونډه کې د چینایي وګړو د امنیت لپاره چیلاس کې د سیف سټي یا خوندي ښار د پروژې پېلولو پرېکړه شوې وه.
د روانې میاشتې په پیل کې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په کراچۍ کې د چين کونسلګرۍ ته ورغلی ؤ او ويلي یې وؤ چې "د چينايي وګړو امنيت ورته ډېر ګران دی، د چينايانو د تګ راتګ دپاره جوړ پلان باندې عمل کولی شي او د چينايي وګړو خونديتوب زمونږ فرض دی"
په پاکستان کې د چین په وګړو وروستی برید په 26م مارچ د خېبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سیمه کې شوی ؤ .
دغلته داسو ته روانه د چیني انجنیرانو په قافله یو ځانمرګي برید شوی و چې پکې پینځه د چین انجنیران او د هغوي یو پاکستانی ډرایور وژل شوي وو.
تر دغه برید وروسته چین پاکستان کې د خپلو وګړو په تحفظ ژورې اندېښنې ښکاره کړې وې اؤ د پاکستان له حکومت یې غوښتنه کړې وه چې د چین د وګړو تحفظ باید باوري کړي.