بلېنکن د روسانو د ګواښونو له زیاتېدو سره له مالدوا سره د نویو مرستو ژمنه وکړه

واشنګټن – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن د شورو یا چهارشنبې په ورځ مالدوا ته د امریکا مرستې یو ځل بیا تازه کړې.

بلېنکن له دغه هېواد سره د امریکا لخوا د ۱۳۵ میلینو ډالرو د مرستې ژمنه وکړه چې د انرژۍ د خوندیتوب په زیاتوالي او د روسانو د ناسمو معلوماتو د مخنیوي په برخو به ولګول شي.

بلېنکن له مالدوا سره د مرستو دغه تازه ژمنه د دغه هېواد له پلازمېنې چیسیناو څخه د لیدنې پر وخت کړې.

بلېنکن د شورو یا چهارشنبې په ورځ له مالدوا څخه د خپلې لیدنې پر وخت اعلان وکړ چې د امریکا له مرستو به ۸۵ میلیونه ډالره د مالدوا د برېښنا د تولید او له رومانیا، ‌اوکراین او د نورې اروپا له مارکیټ سره د برېښنا د تجارت په اسانتیاو باندې ولګول شي.

هغه همدارنګه له مالدوا سره چې لویدیځ پلوی هېواد دی خو د روس له نویو ګواښونو سره مخ دی نوره مرسته هم په ډاګه کړه.

بلېنکن د مالدوا له ولسمشرې میا سندو سره په یو ګډ خبري کانفرانس کې وویل،

"نن زه اعلانوم چې مونږ به له کانګرس سره کار کوو چې ددې هڅو د ودې او پرمختګ لپاره نور ۵۰ میلیونه ډالره هم تیار کړو چې د انرژۍ له جوړېدو څخه تر ذراعتي سکټور او لا زیات د ناسمو معلوماتو پرضد برخه کې ولګول شي."

هغه وویل، "دا به د مالدوا وړتیا زیاته کړي چې د روس د مداخلې په وړاندې مقاومت وکړي، ازاد او مناسب انتخابات وکړي تر څو د اروپايي اتحاد او له لویدیځ سره د یوځای کېدو لاره ونیسي چې زیات اقتصادي فرصتونه رامنځ ته کړي."

د بلېنکن سفر له مالدوا څخه په جلا شوې سیمه ټرانسنیستریا سیمه کې د روسانو د پوځي شتون پرسر د اندېښنو پر وخت شوی.

مالدوا روس په دې تورن کړی چې په ټاکنو کې د مداخلې او د غلطو کمپاینونو له لیارې هایبرېډ جګړه کوي، چې حکومت نسکور او له اروپا څخه د هغوی الهام له منځه یوسي. خو روس دغه تورونه ردوي.

سندو په دوو کالو کې دغه هېواد ته د بلېنکن د دوهم سفر هرکلی کړی او دا یې "د ملاتړ یوه کلکه نخښه" بللې.

سندو د یوې خبري غونډې پر وخت وویل، "د یوالي له لیارې او د خپلو شریکانو له ملاتړ سره به مونږ له خپلو خلکو سره ودرېږو او پرمخ به ځو."

هغې همدارنګه له مالدوا او اوکراین دواړو سره د امریکا د مرستو قدرداني وکړه.

د بایډن ادارې په اوکراین باندې په ۲۰۲۲ کال کې د روس د یرغل راهیسې د بیلینونو ډالرو په ارزښت وسلې او مرستې اوکراین ته استولي چې د سندو په وینا ورسره" مالدوا هم خوندي او ډېره مقاومه شوې ده."

په تاریخي توګه مالدوا په بهرنۍ انرژي باندې تکیه لري چې له امله یې له بهر څخه د انرژۍ ګډوډۍ او د بیو د زیاتوالي له خطر سره مخ ده.

په اوکراین باندې د روس یرغل د مالدوا د انرژۍ چلنجونه نور هم زیات کړي چې له امله یې د برېښنا او ګازو بیې زیاتې او دغه برخه یې بې ثباته کړې ده.

په اوکراین باندې د روس د یرغل راهیسې، امریکا له مالدوا سره د ۷۷۴ میلینه ډالرو مرسته کړې چې ۳۰۰ میلیونه پکې د امریکا د پراختیايي ادارې یا یو اس اېډ له لیارې وه چې د انرژۍ خوندیتوب ملاتړ پرې وشي.

ناټو، اوکراین

له مالدوا وروسته به بلېنکن پراګ ته ځي چې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

امریکايي چارواکو ویلي، بلېنکن به هلته "له اوکراین سره د امریکا زیاتې مرستې وښيي."

بلېنکن د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل،‌ امریکا په دې سخت کار کوي چې اوکراین ته د هوايي دفاع نور سیستمونه هم واستوي چې د روسانو له زیاتېدونکو بریدونو څخه پرې خپله دفاع وکړي.

خو بلېنکن او د بایډن د ادارې نور چارواکي وايي، واشنګټن دا نه هڅوي چې له امریکايي وسلو څخه دې د روس دننه په بریدونو کې کار واخلي.

بلېنکن وویل، "اوکراین باید په خپله پرېکړې وکړي چې څه ډول له خپله ځانه په اغېزناکه توګه دفاع کوي."