عدالت د پاکستان د سمندري ځواکونو د پینځوؤ پخوانیو افسرانو د مرګ په سزا عمل ودرولی

د اسلام اباد هایکورټ جج ښاغلي بابر ستار په کال 2014م کې د کراچۍ په ډاکیارډ کې د شوي برید په تور کې د مرګ د سزا سره مخ د پاکستان د سمندري ځواکونو د پینځوؤ پخوانیو افسرانو د تېزندۍ په سزا امتناعي یا لنډمهاله حکم جاري کړی اؤ په دغه سزا یې عمل در امد ایسار کړی دی.

د سمندري ځواکونو دې پخوانیو افسرانو ته په کال 2016م کې د پوځي عدالت لخوا د تېزندۍ سزا اورول شوې وه.

د ملزمانو وکیل کرنل ریټایرډ انعام الرحیم وایي په دې قضیه کې د جرم، قضایي عمل اؤ سزا په اړوند ریکارډ هغه ته تر اوسه نه دی ورکړل شوی.

د سمندري ځواکونو په دې افسرانو کې پخوانی لیفټننټ ارسلان نذیر ستي، پخوانی لیفټننټ محمد حماد، پخوانی لیفټننټ حماد احمد خان، سب لیفټننټ عرفان اللہ اور سیلر طاہر رشید شامل دي.

وي او ای اردو سره خبرو کې کرنل ریټایرډ انعام الرحیم ویلي چې ددې پینځوؤ کسانو تر څنګ د یو بل ملزم لیفټننټ هاشم اپیل هم په سیند هایکورټ کې د اورېدنې لاندې دی.

هغه وایي دا پینځه واړه کسان په کال 2014م کې نیول شوي وؤ اؤ له نیول کیدو وروسته تر دوؤ کالو پورې د دوي په اړه هیڅ معلومات نه وؤ خو له هغې وروسته بیا په کال 2016م کې هغه ته ویل شوي وؤ چې پوځي محکمې دوی ته د تېزندۍ سزا اورولې ده.

انعام الرحیم وایي چې د سمندري ځواکونو دا پینځه افسران په پي این ایس ذوالفقار د برید د پلان جوړولو په جرم کې نیول شوي وؤ اؤ د نیول جج ایجوټینټ په عمومي څانګه کې پرې مقدمه چلول شوې وه.

نوموړی وایي چې نه خو سمندري ځواکونو ده ته ددې قضایي عمل اؤ نه هم د سزا متعلق څه ریکارډ ورکړی دی خو وایي بیا ډیر وروسته ورته د سمندري ځواک له لوري وویل شول چې دوي د خپلو سزاګانو په ضد اپیل کولی شي.

وکیل انعام الرحیم وایي چې د اپیل په اړوند هم ده ته کوم دستاویزات اؤ جذیات نه وؤ ورکړل شوي چې له دې امله د هغوي د سزا په ضد شوی اپیل محکمې رد کړی ؤ.

د نوموړي په وینا ، دا څل مونږ په کال 2019م کې لاهور هایکورټ ته عریضه وکړه خو دوه کاله وروسته راته وویل شول چې باید اسلام اباد هایکورټ ته لاړ شو.

نوموړی وایي اوس د اسلام اباد هایکورټ جج ددې قضیې له لنډې اوریدنې وروسته لنډ مهاله حکم جاري کړی اؤ امر یې کړی چې تر څو د ملزمانو د تېزندۍ د سزا په اړوند غوڅه پرېکړه نه وي شوې تر هغې یې باید د تېزندۍ په سزا عمل ودرول شي.

هغه وایي چې د سمندري ځواک دې پخوانیو افسرانو ته د خفیه ټرایل له لارې سزا اورول شوې چې دا د انصاف د تقاضو په ضد ده اؤ مونږ ته تر اوسه نه ده معلومه چې د دوي خلاف څه تورونه دي .

هغه وایي په دې افسرانو د بغاوت تور لګول شوی خو په اصل کې څه پېښه رامنځته شوې وه اؤ په دغه پېښه کې د دوي کردار څه ؤ ؟ په دې اړه مونږ ته تر اوسه هیڅ معلومات نه دي راکړل شوي.

نوموړی وایي د اسلام اباد هایکورټ له امتناعي حکم وروسته اوس هیله شته چې مونږ ته به ددې قضیې په اړه بشپړ دستاویزات راکړل شي اؤ په دې قضیه کې به د انصاف سره سمه فیصله وکړل شي.

په ستمبر کال 2014م کې د کراچۍ په ډاکیارډ چې کله دغه برید شوی ؤ نو هغه وخت رسنیو دعوه کړې وه چې برید کوونکو د پي‌ این ایس ذوالفقار نومي جنګي جهاز په هایي جیک کولو د تیلو ورکوونکی یو امریکایي جهاز په نښه کول غوښتل.

هغه وخت د سمندري ځواک چارواکو دعوه کړې وه چې د حملې په ناکامولو سره یې دوه برید ګر وژلي اؤ څلور یې نور نیولي دي.

هغه وخت داسې دعوې هم مخې ته راغلې وې چې وژل شوي برید ګرو کې یو تن د سیند د پولیسو د یو لوړ پوړي چارواکي زوي دی.

ددغه برید ذمه واري په هغه وخت کې ټي ټي پي اؤ القاعده دواړو په غاړه اخستې وه.

( د وي او ای اردو په مننه)