بايډن: د اوکراين خلک په زړورتیا د زورواکو په ضد جنګيږي، خو نه په شا کيږي 

د امریکا صدر جو بایډن د زیارت/پنجشنبی په ورځ د ډي-ډې د اتیایمې کلیزې په دستوره کې چې فرانس کې جوړه شوې وه، برخه واخېسته. ډي-دې هغه ورځې ته ویل کیږي چې په دویم عالمي جنګ کې د امریکا په مشرۍ اتحادي ځواکونه د فرانس په نارمنډي سواحلو کې ښکته شول او هماغه د هېټلر د ماتې خوړولو پیل و.

صدر بایډن د ډي-ډې د کلیزې په دستوره کې ژمنه یاده کړه چې امریکا او نېټو به د روس د دوه کلن پوځي یرغل په مقابله کې اوکراین یوازې پرېنږدي او حمایت به یې جاري ساتي.

بایډن پخپله وینا کې وویل چې د اوکراین د دفاع نه به "موږ په شا نشو، او زورواکو ته به سرټیټ نکړو".

صدر بایډن زیاته کړه چې د روس صدر ولادیمیر پوټین په یوه "ظالمانه اراده باندې د تسلط" په مقصد اوکراین باندې حمله کړې، او جمهوریت اوس دومره ډېرې خطرې سره مخ دی چې د دویم نړېوال جنګ راوروسته یې مثال نشته.

صدر ټرمپ او مېرمن یې د دویم نړېوال جنګ له یو پخواني پوځي سره

د روس او نورو زورواکو په اړه بايډن وویل: “سوچ هم مه کوئ چې د زورواکو ته تسليم شو او په مخکې يې ټيټ شو. په ډي ډی چې هغوی څه کړي وو مونږ يې اوس په مخکې وړو”.

ډي-ډې د سمندر او هوا د لارې د اتحادي ځواکونو دومره ستره حمله وه چې مثال یې په تاریخ کې نشته. بایډن وویل چې دا ورځ، "یوه قوي تصویر دی چې ښيي اتحاد، بلکې ریښتونی اتحاد، څنګه مونږ نور هم پیاوړي کوي."

بایډن زیاته کړه چې په نارمنډي سواحلو کې د اتحادي ځواکونو د حملې ورځ، "داسې یو سبق و چې دعا کوم امریکاییان یې هېڅکله هېر نکړي."

بایډن په دې دستوره کې د دویمې عالمي جګړې هغو پخوانیو پوځیانو ته هم هرکلی وویلو چې د ډي-ډې په حمله کې شامل و. دغه پخواني پوځیان اوس ډېر د پاخه عمر دي، ځیني یې په وېلچیئر کې ناست و، او د ځینو عمرونه یې د سلو (۱۰۰) کلونو هم لوړ دی.

بایډن یو د دغو پخوانيو پوځیانو ته وویل: "تاسو دا نړۍ وساتله."

بایډن هر پخواني پوځي سره جدا جدا ستړي مشې وکړه او هر یو ته یې یوه ځانګړې سکه ورکړه چې د همدې دستورې په ویاړ جوړه شوې وه.

بایډن په داسې حال کې د ډي-ډې د اتیایمې کلیزې په دستوره کې برخه واخېسته چې سږکال امریکا کې صدارتي انتخاباتو ته یې بیا ځان کاندید کړی. د هغه په وړاندې رېپبلېکن حریف یې ډونالډ ټرمپ دی چې د خپل صدارت په وخت یې پنځه کاله وړاندې د ډي-ډې د پنځه اویایمې کلیزې په دستوره کې برخه اخېستې وه.