د ترهګرۍ ضد محکمې دعوه کړې ده چې د پنجاب په بیلابیلو سیمو کې یې د تند لارو اؤ ترهګرو په ضد عملیات کړي چې پکې د داعش د یو مهم کمانډر په ګډون درې ترهګر نیول شوي دي.
د ترهګرۍ ضد محکمې(سي ټي ډي) ویاند د خالي یا شنبې په ورځ پخپل یو بیان کې ویل شوي چې دا عملیات د پنجاب په فیصل اباد، جهلم اؤ چکوال ښارونو کې د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شوي دي.
ویاند دعوه کړې ده چې له فیصل اباد سیمې د داعش یو مهم کمانډر هم نیول شوی چې وسله او نور مهمات ترې ترلاسه شوي دي.
د سي ټي ډي په بیان کې د نیول شوؤ ترهګرو نومونه عبدالوهاب، سیف الله اؤ حرم عباس ښودل شوي اؤ ویل شوي چې له هغوي چاودیدونکي مواد،وسلې اؤ دیسي یا کورني جوړ بمونه ترلاسه شوي دي.
تر دې وړاندې د جولایي د میاشتې په وروستیو کې هم د ترهګرۍ ضد محکمې دعوه کړې وه چې د پنجاب بیلابیلو ښارونو کې یې د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیاتو کې ۳۸ ترهګر نیولي دي.
په ۱۹مه جولایي د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې چارواکو ویلي وؤ چې د پنجاب صوبې نه یې د القاعده یو مهم مشر امین الحق نیولی چې د اسامه بن لادن نزدی ملګری ؤ او نوم یې د ملګرو ملتونو د بنديزونو فهرست کې هم شامل و.
پنجاب صوبه کې سي ټي ډي وخت په وخت د تحریک طالبان پاکستان او القاعده د غړو د نیولو دعوې کوي.
څېړونکي وایي په پاکستان کې دا مهال د القاعده او نورو توندروه ډلو مرکزونه او نظریاتي بنیادونه په پنجاب صوبه کې دي خو په دغه صوبه کې بیا د امنیت وضعه هغه شان نه ده خرابه څنګه چې د پاکستان په نورو صوبو کې ده.