امریکا کې د کمزوري اقتصاد او د جولاي میاشت کې بې روزګارۍ زیاتېدو له یرې د اېشیا، یورپ او امريکې د سټاک مارکېټونه غورځېدلي.
د جاپان د ونډو بازار، نیکی 225 انډېکس د ګل(دوشنې) په سهار 12 فیصده غورځېدلی چې په 1987 کې د نړۍ سټاک مارکېټونو په تاريخي توګه غورځېدو راهسې ترټولو زیات پرېوتی.
د امريکې د سټاک مارکېټ ترټولو لوي درې انډېکسونه، ډاوجونز، اېس اېنډ پي 500 د دوه فیصد نه زیات او د ټېکنالوجۍ کمپنو انډېکس، ناسډاک (NASDAQ) د درې فیصد نه زیات غورځېدلي. د امریکې اېس اېنډ پي 500 انډېکس د دې رپورټ لیکلو په وخت د خپل ترټولو لوړې کچې نه 8 فیصده ښکته پرېوتی.
امریکا کې د جمعې په ورځ د جولايي د میاشت د روزګارونو کمزوري رپورټ راتلو سره په سرمایه کارانو کې د کساد بازارۍ او د امریکې د اقتصاد کمزوري کېدو یرې نورې زیاتې شوي.
د امریکې د مزدورانو د شماریاتو ادارې ترمخه په ټول ملک کې د جولاي په میاشت کې 114000 روزګارونه پېدا شوي. د جولاي په میاشت کې د 175000 روزګارونو تمه لرلی کېده.
امریکايي سرمایه کاران فکرمند دي چې د ملک مرکزي بېنک، فېډرل رېزرو د ملک اقتصادي کمزورۍ ښه کولو او اقتصاد ته وده ورکولو لپاره د سود شرح راکمولو کې وروستو پاتې دی.
د امریکې مرکزي بېنک په ملک کې د ګرانۍ کنټرول کولو لپاره د سود شرح په رېکارډ کچه زیاته کړې خو په ګرانۍ کې د کمي راتلو باوجود یې ددې وخت پورې د سود شرح کې کمی راوستی نه دی. دا وخت د امریکې د بېنکونو ترمنځ د سود شرح یا فېډرل فنډز رېټ د 5.25 او 5.50 فیصد ترمنځ دی.
تمه لرلی کېده چې مرکزي بېنک به د راتلونکي ستمبر میاشت کې د سود په شرح کې 0.25 فیصده کمی راولي خو د بې روزګارۍ زیاتېدو وروستو اقتصاد پوهان فکر کوي مرکزي بېنک به مجبوره شي چې د ستمبرمیاشت کې د سود په شرح کې 0.50 فیصده کمی راولي.
د جاپان مرکزي بېنک لخوا تېره هفته د سود شرح کې زیاتوالي راوستو او په کرنسۍ کې لاس وهنې له وجې دا یرې زیاتې شوي چې د جاپان ترټولو کم د سود کچې وخت په ختمېدو دی چرته چې به نړيوال سرمایه کارانو د سود په ډېره کمه شرح قرضونه ترلاسه کول.
د ريسېشن یا کساد بازارۍ له یرې د امریکې د بانډونو په سر د سود شرح پرېوتې ځکه چې سرمایه کاران د محفوظ سرمایې په توګه امریکايي بانډونه اخستل شروع کړي. کله چې د بانډونو بېعې سيوا شي نو په بانډونو د سود شرح په ښکته پرېوځي.