د خېبرپښتونخوا په سر ښار پېښور کې د پوليسو په يو ګاډي بمي چاودنه شوې، خو چارواکي وايي، چاودنه کې ګاډی ته لږ تاوان اوښتی او مرګ ژوبله یې نه دي اړولي.
د پېښور د ورسک سيمې د پوليسو مشر (اېس پي) ارشد خان مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، د متهرا تاڼې د (رېپډ رسپانس فورس) پوليسو ګاډی د پوليس لاين نه تاڼې ته روان وو، غرمه نزدې 12 بجې پرې په سړک په غاړه اېښودل شوي بم چاودنه شوې ده.
هغه وويل، باروي چاودېدونکي مواد د سيمنټو په بلاک کې اېښودل شوي، څنګه چې د پولیسو ګاډی د دغه ځای نه تېر شوی چاودنه شوې، په نتيجه کې یې ګاډي ته لږ تاوان اوښتی دی، د خوش قسمتۍ نه کوم ځاني تاوان یې نه دی اړولی.
پوليس چارواکي وويل، د پېښې د ځاي نه شواهد راټولولی شي، خواوشا لس کيلوګرامه بارودي مواد پکې کارول شوي، او د ريموټ کنټرول د لارې چاودنه شوې، خو د خوش قسمتۍ نه پوره بم نه دی چاودلی، که پوره بم ډزېدلی وو، ډېر تاوان به یې اړولی وی.
په سمدستي توګه د بم چاودنې زمه واري چا نه ده منلې.
پېښور کې چې په کوم ځای کې د پوليسو په ګاډي چاودنه شوې دا حساسه علاقه ګڼل کيږي، د دغه سړک دپاسه ارمي پبلک سکول په کوم چې په 16م دسمبر کال 2014م خونړی ترهګر برید شوی، هغه او نورې تعليمې ادارې هم دي.
ورسک روډ باندې وړاندې هم په امنيتي ځواکونو او پوليسو بمي چاودنې شوي دي.
د تېر کال په پينځم دسمبر په ورسک روډ د يو شخصي سکول مخې ته چاودنه شوې، د درېو ماشومانو په ګډون پکې لږ تر لږه اووه کسان ژوبل شوي وو.
له دغې وړاندې په 11م ستمبر هم په ورسک روډ د امنيتي ځواکونو په ګاډي چاودنه کې يو عسکر وژل شوی، د شپږو عسکرو پشمول نهه کسان ژوبل شوي وو. تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د دغه چاودنې زمه واري منلې وه.
په پينځم اګست د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري په يو خبري کانفرنس کې ويلي وو، "د پاکستان حکومت په وروستيو کې د يوې مهمې فيصلې او اعلاميې ترمخه، لاقانونه ګرځول شوې ډله تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د فتنه الخوارج په نوم نومولې ده او په راتلونکې کې به دا په دې نوم يادول کيږي او دې ډلې سره تړلی هر ترهګر به خارجي يادول کيږي".
د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د ترهګرۍ پرضد جګړه به د اخري ترهګر د خاتمې پورې روانه وي