شیخ حسینه د بنګله دېش پوځ د احتجاجونو د چقولو نه انکار وروسته استعفی ورکړې وه

د رویټرز خبري ایجنسۍ د رپورټ له مخې په دې غونډه کې فیصله وشوه چې پوځيان به په هېڅ صورت د کرفیو یا ګرځ بندیز د پلي کولو لپاره پر ملکي خلکو ډزې نه کوي.

د بنګله دېش وزیر اعظمې شیخ حسینه واجد د ناڅاپي استعفی او هند ته د تللو یوه شپه مخکې د پوځ د اعلا افسرانو انلاین غونډه شوې وه چې مشري یې د پوځ مشر جنرال وقار الزمان کوله.

د رویټرز خبري ایجنسۍ د رپورټ له مخې په دې غونډه کې فیصله وشوه چې پوځيان به په هېڅ صورت د کرفیو یا ګرځ بندیز د پلي کولو لپاره پر ملکي خلکو ډزې نه کوي.

د اتوار- یکشنبې په شپه د غونډې له پای ته رسېدو سمدستي وروسته جنرال وقارالزمان د وزیر اعظمې شیخ حسینه کور ته لاړو.

د رویټرز د رپورټ له مخې، د پوځ مشر شیخ حسینه سره د هغې په دفتر کې ولیدل او خبر یې ورکړ چې د پوځ کارکوونکي به د هغې په ټول هېواد کې د ګرځ بندیز یا کرفیو حکم باندې عمل نه کوي.

د بنګله دېش پوځ ویاند لېفټیننټ کرنل سمیع الله الدوله چودري د اتوار په شوي د اعلا پوځي افسرانو غونډې تصدیق کړی دی خو هغه دغه غونډه په بیړني حالاتو کې د پوځي افسرانو د عام معمول غونډه ګرځولې ده.

د رویټرز ترمخه کله چې د دې غونډې د نورو جزیاتو په اړه د پوځي ترجمان نه نورې پوښتنې وکړی نو ځواب یې ورنکړو.

يو هندي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ' رویټرز ' ته ویلي چې شیخ حسینه واجد له جنرال وقار الزمان سره له لیدنې وروسته څرګند پېغام ترلاسه کړو چې د پوځ ملاتړ یې له لاسه ورکړی دی.

رویټرز په تیرو څو ورځو کې په بنګله دیش کې د پیښو په اړه د ډیرو خلکو سره خبرې کړې چې په کې د پوځ اعلا افسران او دوه نور چارواکي شامل دي. ډیرو چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط معلومات ورکړل

د شیخ حسینه واجد د استعفی نه وړندې د پوځ اعلا افسرانو غونډې او بیا وزیر اعظې ته د پوځ لخوا د ملاتړ نه کولو پیغام معلومات مخکې نه دي په ډاګه شوي.

د دې جزیاتو مخکې ته راتلل یو څه روښانه کوي چې څنګه د وزیراعظې شیخ حسینه واجد 15 کلنه واکمني په ناڅاپي ډول ختمه شوه او هغې له خپلې چوکۍ استعفی ورکړه او په ګډوډۍ کې د بنګله دېش نه هند ته تښتېدلې وه.

بنګله دېش کې مظاهره چیانو د وزيراعظمې شېخ حسينه واجه څخه د استعفا غوښتنه کړې وه، يادې مظاهرې تېره میاشت د زده کوونکو لخوا په سرکاري نوکرو کې د کوټې ختمولو دپاره پيل شوې وې، او د حسيه واجد د 15 کلنۍ واکمنۍ دپاره په چېلنج بدل شوې وې..

بنګله دېش کې د احتاج کوونکو طالبعلمانو په غوښتنه د دې هېواد د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس د لنډمهاله حکومت مشر ټاکل شوی دی.

دا اعلان د چارشنبې- شورو په سهار وختي د صدر محمد شهاب الدین د مطبوعاتو سیکرټري جویال عابدین کړی دی. عابدین له اسوسیېټیډ پریس سره په ټیلیفون خبرې کړې دي.

ښاغلي عابدين دا هم ویلي چې د محمد يونس په مشرۍ د حکومت د نورو غړو د ټاکل کېدو په اړه به ډېر زر له سياسي ګوندونو او نورو اړخونو سره تر خبرو وروسته پرېکړه وشي.

د احتجاج کوونکو طالبعلمانو مشرانو، د بنګله دېش د درو پوځونو مشرانو، د مدني ټولنې غړو او د ځینو تجارتي تنظیمونو مشرانو د سه شنبې- نهې په ورځ د شپې تر ناوخته د ملک له صدر سره تر پینځه ګنټې زیات وخت خبرې وکړې چې د لنډمهاله حکومت مشر وټاکي.

یادونه : د دی خبر معلومات رويټرز او اې پي نه اخیستل شوي دي