سرچینې وایي: امریکا په سعودي عربستان د تیري وسلو په خرڅولو بندیز لرې کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل چې د بایډن حکومت پریکړه کړې چې سعودي عربستان ته د امریکا د تیري وسلو خرڅولو باندې به بندیز لرې کړي، د دې مسلې سره واقف دریو سرچینو د جمعې په ورځ رویټرز ته وویل چې په یمن کې د جګړې د ختمولو لپاره په عربستان د فشار راوستلو پالیسې کې بدلون راولي.

د امریکا په کانګرس کې هم یوې سرچینې وویلي چې د امریکا حکومت په دې اړه کانګرس ته خبر ورکړی دی راتلونکې اونۍ به په سعودي عربستان باندې د وسلو خرڅول له سره پیل شي خو یوې بلې سرچیني ویلي چې د وخت په اړه له بحثونه روان دي.

د بایډن د ادارې یو لوړ‌ پوړي چارواکي‌ وویل "سعودیانو په خپلې ژمنې عمل وکړ او مونږ هم چمتو یو چې خپله ژمنه پوره کړو.او مونږ تیار یو چې دا قضیې د کانګرس د مناسب خبرتیا او مشورې له لارې منظم ترتیب ته راولو.

د امریکا د قوانینو له مخې د وسلو د خرڅولو نړیوال تړونونه له نهايي‌ کېدو وړاندې باید د دغه هېواد د کانګرس له خوا وکتلی شي.

په وروستیو کلونو کې د امریکا کانګرس ریپبلکن او ډیموکریټ غړو په یمن کې د سعودي‌ عربستان په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو او په دغه هیواد کې د بشري‌ حقونو د سړغړونو په اړه اندېښنو ته په اشارې پر دغه هېواد د یرغلیزو وسلو خرڅول تر پوښتنې لاندې راوستل،‌ خو په یمن کې د جنګ په څرنګوالي کې له بدلون وروسته په دې اړه اندېښنې کمې شوې دي.

د حماس په اسرایل د ۷ اکتوبر د برید نه وروسته په منځني ختیځ کې حالات بدل شوي او د یمن حوثي باغیانو په سور سمندر کې په سمندري جهازونو حملو ته دوام ورکړی دی.

په تهران کې د اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته ایران د غچ اخیستو خبرداری ورکړی. او په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي لپاره امریکا په "قوي سفارتکارۍ" بوخته ده.

د ۲۰۲۲ کال د مارچ له میاشتې راهیسې کله چې سعودیانو او حوثیانو د ملګرو ملتونو په مشرۍ په اوربند اتفاق وکړ، عربستان پر یمن باندې هېڅ هوايي‌ برید نه دی کړی او د یمن له لوري هم بریدونه تر ډېره حده ودرول شوي‌ دي.

د امریکا صدر جو بایډن په ۲۰۲۱ کال کې د یمن د حوثیانو په وړاندې د سعودي‌ عربستان چلند ته په کتو چې پکې غیرنظامیانو ته درانه تلفات واغوښتل پر دغه هېواد د وسلو د خرڅولو په تړاو خپل دریځ سخت کړ.

په ۲۰۱۴ کال کې د حوثیانو له خوا د پایتخت صنعا او زیات شمیر شمالي‌ سیمو له نیولو وروسته په یمن کې سخته کورنۍ جګړه پیل شوه. له دې څو میاشتې وروسته د سعودي‌ عربستان په مشرۍ ایتلاف هم په دې جنګ کې ښکیل شو او له ۲۰۱۵ کال راهیسې له باغیانو سره په جنګ اخته دی تر څو په یمن کې د نړیوالو له خوا منل شوی حکومت بېرته واک ته ورسوي.

د یمن په جنګ کې سلګونه زره کسان وژل شوي‌ او د دغه هېواد ۸۰ فیصده وګړي نړیوالو بشري مرستو ته اړ شوي‌ دي. امریکا وخت په وخت په یمن کې په حوثي یاغیانو بریدونه کوي چې د هغوي وړتیا کمه کړي. او حوثي یاغیان یي نړیوال ترهګر ګرځولي. بل اړخ ته د بایډن اداره هم د یوې پراخې معاهدې د یوې برخې په توګه د ریاض سره د سیول ایټمي همکارۍ لپاره د دفاعي تړون او د یوې موافقې په اړه خبرې اترې کوي چې د سعودي عربستان به د اسرایلو سره اړیکې عادي کوي، که څه هم دا وس یو نامناسب هدف پاتې دی.