ایلن مسک به په اېکس - پخواني ټويټر - د ډانلډ ټرمپ مرکه کوي

اېلن مسک چې د نړۍ ترټولو شتمن کسانو نه یو دی په 2020م کال کې د ډیموکرټېک ګوند امیدوار جو بایډن ملاتړ کړی و خو د تېرې جولای میاشتې کې په ټرمپ د وژنې له هڅې وروسته یې د ریپیلېکن ګوند امیدوار ملاتړ اعلان کړو. (فایل فوټو)

د امریکا لوی کاروباري تن ایلن مسک به د ګل-دوشنبې په ورځ د امریکا مخکیني صدر او د ریپیلېکن ګوند صدارتی امیدوار ډانلډ ټرمپ مرکه کوي.

دغه مرکه چې د امریکا ختیځ وخت یا ټایم زون په وخت ماښام اته بجې ټاکل شوې ده کولې شي پخواني صدر ته په داسې وخت کې موقع ورکړي چې د هغه کمپاین لږ رو شوې دی

د پنځم نومبر په صدارتی انتخاباتو کې د ډانلد ټرمپ ډیموکراټېک ګوند ممکنه سیالې او نایب صدرې کاملا هېرېس په نظر پوښتنو کې د ټرمپ سبقت یا ليډ ختم کړی دی او د څو مضبوطو انتخابي جلسو سره د ډیموکراټېک ګوند ووټرانو کې یې نوي جذبه راوستې ده.

مشري له منځه یوړه او ډیموکراتیک رایې ورکوونکي یې د لوړې انرژۍ لاریونونو سره پیاوړي کړل.

دغه مرکه چې د ایلن مسک په ټولنیزو رسنیو پلټ فارم ایکس ”پخواني ټويټر “ به کیږي ټرمپ ته به موقع ورکړي چې د خپل محافظه کاره وفادارو ملاتړ کوونکو نه علاوه مختلف خلکو ته خپل پیغام ورسوي ورسیږي چې د هغه په لاریونونو کې برخه اخلي او په فاکس نیوز کې د هغه مرکې ګوري.

خو مخکې په اېکس پلیټ فارم کې دغه ‌ډول مرکې او ورته پیښې د تکنیکي ستونزو سره مخ شوې دي.

د اتوار په ورځ د ټرمپ انتخابي کمپین وویل چې دغه مرکه به د ټرمپ په اېکس رسمي اکاونټ کارولو سره ترسره کیږي.

د ټرمپ خپل رسمي اېکس پخواني ټویټر اکاونټ(@realDonaldTrump) ته لاسرسی د ایکس شبکې د پخوانیو مالکانو لخوا د 2021م کال د جنورۍ په 6 نیټه د هغه پلویانو لخوا په کانګرس ودانۍ باندې د برید وروسته تړل شوی وو.

خو کله چې اېلن مسک د ټویټر شبکه واخیسته نو یوه میاشت وروسته بیا هغه د ډانلډ ټرمپ خپل اکاونټ ته لاسرسی پرځای کړی و.

ټرمپ اکثر په خپل ټولنیز میډیا پلېټ فارم ټروت سوشل باندې پوسټونه یا لیکنې کوي کوم چې هغه د 2022 کال په فبرورۍ کې پیل کړی و.

ایلن مسک یو غیر معمولي مرکه کوونکی ثابتېدی شي.

اېلن مسک چې د نړۍ ترټولو شتمن کسانو نه یو دی په 2020م کال کې د ډیموکرټېک ګوند امیدوار جو بایډن ملاتړ کړی و خو د تېرې جولای میاشتې کې په ټرمپ د وژنې له هڅې وروسته یې د ریپیلېکن ګوند امیدوار ملاتړ اعلان کړو.

اېلن مسک چې په بجلۍ چلیدونکي موټرو کمپنۍ یا شرکت ټیسلا مشر دی ، د ټرمپ انتخابي کمپین د ملاتړ لپاره د پیسو راټولولو اداره هم پیل کړې ده. دغه سیاسي ایکشن کمیټي اوس په میشیګن ریاست کې د رایې ورکوونکو معلوماتو راټولولو په اړه د ریاستي قوانینو د احتمالي سرغړونو لپاره تر تحقیق لاندې ده.

ټرمپ چې د اوږدې مودې راهیسې په بجلۍ چلیدونکي موټرو تنقید کوونکی و ، د مسک د تایید وروسته خپل نظر بدل کړل.

ټرمپ د اګست په پیل کې یوې انتخابي جلسې ته وویل: "زه په بجلۍ چلیدونکي موټرو په حق کې یم، زه باید وشم، ځکه چې اېلن زما ډېر کلک ملاتړ وکړو. نو ځکه ما سره بله لاره نشته ده."