امریکا د ګل-دوشنبې په ورځ ویلي چې سعودي عرب ته د حملې کولو وسلو خرڅول یو ځل بیا پیل کوي، چې د دې سره به د کلونو نه روان په وسلو د خرڅون بندیز ختم شي. امریکا سعودي عرب ته په وسلو د خرڅ دغه بندیز د سعوي عرب لخوا په یمن خونړۍ حملو وروسته لګولی و.
په سعودي عرب د امریکا د وسلو د خرڅ بندیز د ختمېدو خبر په داسې وخت مخې ته راغلی چې په غزه کې جګړه لسمې میاشتې ته داخله شوې ده، امریکا سعودي عرب په سیمه کې د یوه مهم لوبغاړي په سترګه ګوري او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د کانګرس سره په مشوره او په منظمه توګه به دغه وسلو د خرڅ پروسه به بیرته پرځاې شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټیل خبریالانو ته وویل چې سعودي عرب اوس هم د امریکا نزدې سټریټیجېک ملګری دی او مونږ غواړو ورسره خپله همکاري نوره هم پراخه کړو.
د امریکا صدر جو بایډن په 2021 کې د سوګند کولو وروسته د سعودي عرب په تړاو د بشري حقونو باندې عمل کولوټینګار کړی و او اعلان یې کړی و چې د هغه انتظامیه به یواځې په خپل اوږد مهاله اتحادي دفاعي وسلې خرڅوي.
امریکا دغه اقدام وروسته له هغه اخیستې وو چې د سعودي عرب په مشرۍ ځواکونو په هوایي بریدونو کې په یمن کې په زرګونو ملکي وګړي ووژل شول.
د سعودي عرب په مشرۍ کې ځواکونو دغه هوایي بریدونه د ایران ملاتړ لرونکي حوثي یاغیانو پرضد ترسره کړي وو چې د یمن لویه برخه یې په خپل کنټرول لاندې راوستې وه.
حوثي یاغیانو د یمن پایتخت صنعا نیولې وه او په نړیواله کچه پیژندل شوی حکومت هغلته نه په تښتېدو مجبور شوی و.
د ۲۰۲۲ کال د مارچ له میاشتې راهیسې کله چې سعودیانو او حوثیانو د ملګرو ملتونو په مشرۍ په اوربند اتفاق وکړ، عربستان پر یمن باندې هېڅ هوايي برید نه دی کړی او د یمن له لوري هم بریدونه تر ډېره حده ودرول شوي دي.
د امریکا د قوانینو له مخې د وسلو د خرڅولو نړیوال تړونونه د نهايي کېدو وړاندې باید د دغه هېواد د کانګرس له خوا وکتلی شي.
په وروستیو کلونو کې د امریکا کانګرس ریپبلېکن او ډیموکرېټک ګوندونو غړو په یمن کې د سعودي عرب په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو او په دغه هېواد کې د بشري حقونو د سړغړونو په اړه اندېښنو ته په اشارې پر دغه هېواد د حملو کولو وسلو خرڅول تر پوښتنې لاندې راوستل، خو په یمن کې د جنګ په څرنګوالي کې له بدلون وروسته په دې اړه اندېښنې کمې شوې دي.
د حماس په اسرایل د ۷ اکتوبر د برید نه وروسته په منځني ختیځ کې حالات بدل شوي او د یمن حوثي باغیانو په سور سمندر کې په سمندري جهازونو حملو ته دوام ورکړی دی.
په تهران کې د اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته ایران د غچ اخیستو خبرداری ورکړی. او په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي لپاره امریکا په "قوي سفارتکارۍ" بوخته ده.
یادونه: د دې خبر ځینې معلومات وي او اردو نه اخیستل شوي