د ټرمپ کمپين ویلي، ايران هېک کړی، اېف بي آی یې پلټنې کوي

د امریکا وتلې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د ګل/ دوشنبې په ورځ ویلي، اېف بي آی د صدر جوبايډن او نايب صدرې کاملا هېريس د کمپاين د مشاورو د مبينه هېکنګ د لارې هدف کولو پلټنې هم کوي.

د ډانلډ ټرمپ کمپين د دې بیان وروسته چې داخلي مواصلاتي نظام یې هېک شوی او کمپين یې تور په ايران لګولی دی د امریکا مرکزي تحقيقاتي ادارې(اېف بي آی) د ګل/دوشنبې په ورځ ویلي د دې پلټنې کوي.

د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د خالي/ شنبې په ورځ ويلي وو، مايکروسافټ یې کمپاين ته خبر ورکړی، چې ايران یې يو وېب سایټ هېک کړی دی.

ټرمپ ويلي، يواځې ايران دا توان لري چې په عامه توګه معلومات ترلاسه کړي.

د امریکا وتلې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د ګل/ دوشنبې په ورځ ویلي، اېف بي آی د صدر جوبايډن او نايب صدرې کاملا هېريس د کمپاين د مشاورو د مبينه هېکنګ د لارې هدف کولو پلټنې هم کوي.

ورځپاڼې د سرچينو له قوله ویلي، اېف بي آی د جون په مياشت کې پلټنې پيل کړې وې، کله چې بايډن د صدارت انتخابات کول، شک کيږي چې ايران د دوو امریکايي صدارتي کمپينونو د ډېټا يا موادو غلا کولو کې لاس لرلو.

د کاملا هېرېس کمپاین په سمدستي توګه په دغه اړه څه نه دي ویلي. کاملا هېرېس د بايډن د صدارتي زغل څخه وتلو وروسته د ډېموکرېټک ګوند صدارتي امېدواره ټاکل شوې ده.

د ايران حکومت د تور رد کړې چې د ټرمپ کمپين یې هېک کړی دی.

د ټرمپ کمپين د مايکروسافټ د تحقیق کوونکو د رپورټ په اړه ویلي، چې دغه رپورټ دې پله اشاره کوي چې د ايراني حکومت سره اړوند هېکرانو د جون په میاشت کې د امریکې د صدارتي مهم په وخت د يو لوړ پوړي امریکايي چارواکي اکاونټ ننوتلو ته هڅه کړې ده.

په رپورټ کې ویل شوي، هېکرانو د يو پخواني سياسي مشاور اکاونټ ترلاسه کړی، او بيا یې د دغه اهلکار په هدف کولو دپاره کارولی دی.

خو په رپورټ کې په هدف شوي اهلکار په اړه نور جزيات نه دي ورکړل شوي.

یادونه : د رپورټ معلومات د رويټرز څخه اخستل شوي