په غزه کې د اسرایل په هوايي برید کې د یولس ماشومانو او دریو ښځو په ګډون د یوې فلسطیني کورنۍ ۱۸ غړي وژل شوي دي. دا برید په داسي حال کې شوي چې دخالي یا شنبې په ورځ منځګړو د اسرایل او د حماس ترمنځ د اوربند د زر هوکړې لپاره خوشبیني څړګنده کړې.
په دغه وژل شو کې یو سمیع جواد الجلاح هم شامل دی څوک چې یو تاجر وو او غزې ته به یې د غوښې او کبانو راوړلو لپاره د اسرایلي ځواکونو سره همغږي کوله. د یاد تن دوه ښځې او یولس ماشومان چې عمرونه یي د دوه نه دویشت کاله پورې وو وژل شوي دي. د هسپتال په جاري شوي نوم لړ کې په وژل شوو کې د دغه ماشومانو نیا نیکونه او درې خپلوان هم په دغه برید کې وژل شوي دي.
دا پداسې حال کې ده چې د امریکا، مصر او قطر چارواکو د اوربند د پاره پیل دوه ورځنۍ خبري پای ته ورسولې او هیله یي څرګنده کړه چې په لس میاشتنۍ جګړه کې یوې هوکړې ته ورسیږي.
په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د اسرایل او حماس ترمنځ د فاصلو ختمولو وړاندیز شوي او راروانه اونۍ به په قاهره کې د عمل وړ جزیاتو باندې د کار کوولو د پاره یي تمه هم څرګنده کړې.
د منځګړتوب د هڅو مقصد دا دې چې په لسګونو اسرایلي یرغمال شوي په خوندي ډول ازاد کړي او هغه جګړه ودروي چې په غزه کې یي تباهي رامنځ ته کړې ده، چرته چې د مرګونو شمیره د ۴۰ زره نه زیاته شوې ده. او د پولیو د ممکنه خوریدو ویره هم سیوا شوي ده.
دا خبرې دې لپاره هم پیل شوي چې سمیه ایز تاوتریخوالې کم کړي. که چرته ایران او حزب الله په وروستیو کې شوي مرګونو کې په اسرایل د بدل اخیستو لپاره برید وکړي نو دا به یو پراخې جګړه کې بدل شي.
بل اړخ ته د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، د خالي یا شنبې په سهار د لبنان په سویل کې د اسرایلو په برید کې لږ تر لږه لس شامي وګړي وژل شوي دي. خو اسرایلو ویلي چې د دوي د برید هدف د حزب الله ډلې د وسلو یوه ډیپو وو. اسرایلي ځواکونو ویلي چې دوي د حزب الله کمانډر هم وژلې. دغه بریدونو د حزب الله غبرګون راپارولې دي.
اسرایل بیا ویلي چې د لبنان نه په دوي ۵۵ توغندي ویشتل شوي دي. که څه هم د مرګونو نه دي ویل شوي خو د پراخه وورونو خبر وکړی شوي دی. د خالي یا شنبې په ورځ اسرایل وویل چې د دوي دوه پوځیان زخمیان شوي دي.
دیرا لبلاح کې د الاقصی شهدا هسپتال د معلوماتو په اساس برید د غزې په مرکزي برخه کې د الزویده په ګاونډ کې په یو کور او هغه سره نږدې ګودام باندې شوي چرته چې بې کوره شوو خلکو پناه اخیستي وه، هلته بیا د اې پي خبري ایجنسۍ یو خبریال دا مړي شمارل دي. په دغه یاد ځاي کې څلویښتو کسانو پناه اخیستې وه.
په غزه کې وروسته له هغې جنګ پیل شو چې د حماس ډلې د تېر کال د اکتوبر په اومه د اسرائي پر جنوب باندې برید وکړ. د اسرائیل د چارواکو په وینا د حماس ډلې په دغه برید کې ۱۱۹۸ کسان ووژل او کابو ۲۵۰ یې یرغمل کړل.
اسرائیل د حماس د برید په ځواب کې پر غزې باندې پراخ بریدونه پیل کړل، چې د درنې مرګ ژوبلې ترڅنګ یې د غزې ښار لویه برخه ویجاړه کړه.
د حماس د ډلې تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې په دغه جنګ کې د وژل شوو کسانو شمېر ۴۰۰۰۵ ته او د ټپیانو شمېر ۹۲۴۰۱ کسانو ته رسېدلی دی.