د سوډان نیم پوځي ګروپ جنګیالو په یو مرکزي کلي کې د خالي یا شنبې په ورځ د لوټ مار او سوځولو وروسته ۸۵ کسان وژلي چې پکې ماشون او ښځې هم شامل دي. چارواکو ویلي چې د هیواد په دې اتلس میاشتو ویجاړونکي جګړه کې دا وروستې ظلم دی.
نیم پوځي ریپډ سپورټ فورسز د جولاي په وروستیو کې او په تیره اونۍ کې د سینار په مرکزي صوبه کې په ګالګاني برید پیل کړې.
د سوډان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې ار ایس ایف جنګیالو د کلي په بې وسلې اوسیدونکو باندې برید او ناتارې ډزي کړي وروسته له هغه چې دوي د جېنکو او ښځو په تښتولو او جنسي تیریو کې ناکامه شوي چې له امله یي د دغه کلي ۱۵۰ اوسیدونکي زخمیان کړي دي.
په ار ایس ایف د تیرکال په اپریل کې د جګړې د پیل راهیسې په ټول هیواد کې د ډله ایزو وژنو، جنسي تیریو او نورو سرغړونو تورونه لګي کله نه چې پوځ او ګروپ تر منځ تاوتریخوالې په پلازمینه خرطوم او نورو ځایونو کې په جګړه بدل شوي.
یو کارکونکي اې پي خبري ایجنسۍ ته د نوم نه خودلو په شرط ویلي چې ځاي روغتیایي مرکز ته تر اوسه ۸۰ مړي وروړل شوي دي چې پکې ۲۴ ښځې او نور ماشومان شامل دي.
دا وروستی برید وروسته د هغې شوي چې امریکا د سوډان د پوځ او ار ایس ایف تر منځ د سولې د خبرو د بیا پیلولو هڅې پیل کړي دي. دغه خبري تیره اونۍ په سویټزرلینډ کې پیل شوي خو پوځ ترې بایکاټ کړې.
په دغه خبرو کې د سعودي عربستان، مصر، عربي اماراتو، افریقایي اتحاد او ملګرو ملتونو سفارتکارانو برخه اخیستي. که څه هم ار ایس ایف جنیوا ته خپل پلاوې استولې وو خو په ملاقاتونو کې یې برخه نه وه اخیستې.
د سوډان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام پیریلو د جمعې په ورځ په ایکس لیکلي چې ار ایس ایف دلته خبرو پیل کیدو لپاره تیار دی خو ایس اې ایف ته پکار ده چې د راتلو په اړه فیصله وکړي. ایس اې ایف د سوډان ارمډ فورسز د پاره یي کارولې.
دا خبرې په سوډان کې د ویجاړونکې جګړې د حل لپاره وروستۍ نړیوالې هڅې وې چې په لسګونو زره خلک یي وژلي او یاد هیواد یې د قحط کندې ته اچولې دی.
د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نړیوالو ډلو په وینا، دا جګړه د ډله یزو جنسي تیریو، او د نسل پیژندنې په هڅو د وژنې په سر د بشریت په ضد جرمونو په توګه شمیرل کیږي.
یاده دې وي د مهاجرت د نړیوال سازمان په وینا، د سوډان جګړې په نړۍ کې د بي ځايه کیدو تر ټولو لوي بحران رامنځ ته کړي او د جګړې د پیل راهیسې له ۱۰.۷ ملیونو نه زیات خلک یي خپل کورونو په پریښودو مجبوره کړي دي او د دوه ملینه نه زیات وګړي یي نورو هیوادونو ته کډوال شوي دي.