د پاکستان اېم پاکس د افريقايي براعظم کې د خورېدونکو وايرس نه بدل دی

پاکستانۍ رسنۍ وايي، پرون د اسلام اباد په پمز روغتون کې يو مشکوک پېښه رپورټ شوې ده. ويل شوي، د کشمير يو 47 کلن تن اغېزمن شوی، او هغه د سعودي عرب نه راغلی وو.

د پاکستان د صحت چارواکو پرون په 19م اګست ویلي، پاکستان کې چې تېره اوونۍ د اېم پاکس (منکي پاکس) وايرس کومه پېښه رپورټ شوې، دغه وايرس د افريقايي براعظم کې د خورېدونکو وايرس نه بدل دي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، پرون د اسلام اباد په پمز روغتون کې يو مشکوک پېښه رپورټ شوې ده. ويل شوي، د کشمير يو 47 کلن تن اغېزمن شوی، او هغه د سعودي عرب نه راغلی وو.

له دې وړاندې په 16م اګست خېبرپښتونخوا کې دوه پېښې مخې ته راغلې او ورسره ملک کې د ټولو پېښو شمېره درېو ته رسېدلې وه.

پاکستاني چارواکي وايي، په هوايي اډو یې د اېم پاکس د څارنې دپاره اقدامات پورته کړي دي.

د پاکستان د صحت چارواکو ويلي، پاکستان کې چې کوم کېس مخې ته راغلی هغه د (کلېډ2بي) درجې کېدی شي.

بيان کې ویل شوي، "دا وخت ډېموکرېټک ريپبلک کانګو کې د (کلېډ1بي) وبا خوره ده او پاکستان کې تراوسه پورې د (کلېډ1بي) يا دغه قسم کومه پېښه نه ده رپورټ شوې.

خو سوېډش چارواکو تېره اوونۍ په يو تن کې د (کلېډ1بي) معلومېدو خبر ورکړی او دا د افريقې نه بهر لومړۍ پېښه وه چې په کوم تن کې دغه ډول وايرس معلوم شوي وو.

د صحت د نړيوالې ادارې مشر ټېډروس اېډهېنم ګيبريس تېره اوونۍ په کانګو او نورو افريقايي هیوادونو کې د اېم پاکس د زياتوالي او نړيوالې اندېښنې له امله بيړني حالت اعلان کړي وو.

ټېډروس ويلي وو، د اېم پاکس نوی کلېډ يا نوې نمونه مخې ته راتلل، په ختيځ کانګو کې په چټکتيا سره خورېدل، او په څو ګاونډي هيوادونو کې پېښې رپورټ کېدل د ويرې يا ډېرې اندېښنې خبره ده.

نوموړي ويلي وو، په کانګو او ګاونډي هيوادونو کې د اېم پاکس د مخنيوي دپاره نړیوال غبرګون ته اړتیا ده.

اېم پاکس چې وړاندې به ورته منکي پاکس ويل کېده، په افريقايي هيوادونو کې وبايي وايرس دی، افريقايي 13 هيوادونو کې د کال د پيل راهسې 18,737 مشکوک پېښې رپورټ شوي دي، او 500 کسان یې وژلي دي.

د صحت کارپوهان وايي د منکي پاکس علامات د عامې تبې او زکام په څېر دي، خو په دې کې څه ورځې پس په بدن تورې پوڼاکې راخېژي، کارپوهان وايي دا بيمارې په زياتو کېسونو کې وژونکې نه ده خو په حامله ښځو کې د ماشوم د دماغو وده ودرولې شي.

امریکا کې د ناروغو د کنټرول او مخنيوي مرکز ترمخه، د اېم پاکس دپاره تراوسه کوم ځانګړی علاج نشته، او د اېم پاکس زياتره ناروغان چې مدافعتي نظام یې په ځای وي، د څرمنې کومه ناروغي نه لري، هغه د درد قابو کولو د دوايۍ سره بې د بل کوم علاجه ښه کېدی شي.

د صحت نړیواله اداره وايي، اېم پاکس د يو تن نه بل تن ته لګي چې په چا اېم پاکس وي او د بل سره یې وجود ولګي هغه ته دا منتقليږي.

ويل، اېم پاکس چې د اغېزمن تن څخه په کپړو، توليه، بستره او نورو څیزونو ولګي هلته هم د يو وخت پورې پاتې کیدی شي.

(د دې خبر ځینې معلومات د اې اېف پي او رويټرز څخه اخستل شوي)