وزیراعظم مودي په پولېنډ کې: د اوکراین جنګ دې د خبرو د لارې ختم کړی شي

د هند وزیراعظم نرېندر مودي د زیارت/پنجشنبې په ورځ اوکراین ته د سفر په ترڅ کې ټینګار وکړ چې اوکراین کې دې جګړه د سفارتکاري هلو ځلو په ذریعه ختمه کړی شي، او دا وعده یې وکړه چې هند به د دغسې هلو ځلو ملاتړ وکړي. مودي زیاته کړه چې هېڅ کومه شخړه د جنګ په میدان حل کېدلی نشي.

مودي د پولېنډ له وزیراعظم ډونالډ ټسک سره د خبرو کولو وروستو وویل: "مونږ د خبرو اترو او سفارتکاري هلو ځلو حمایت کوو چې ژر تر ژره امن او استحکام پرځای شي."

د پولېنډ وزیراعظم ډونالډ ټسک وویل چې هند د خپل سټراټېجېک شراکتدار روس لخوا چې په اوکراین باندې څه جګړه تپل شوې ده، د هغه په ختمولو کې یو اهم کردار ادا کولی شي. پولېنډ د روس یو ختیځ ګاونډی ملک دی.

ټسک پخپلو خبرو کې وویل: "زه ډېر خوشحاله یم چې وزیراعظم [مودي] د خپلې ذاتي آمادګۍ تصدیق وکړ چې جنګ په یو پر امنه، منصفانه، او فوري طریقې سره ختم کړی شي."

د پولېنډ وزیراعظم زیاته کړه، "تاریخ موږ ته دا سبق راکړی چې د ضابطو، سرحداتو، علاقائي سالمیت، د ریاستونو خودارادیت او د قانون حکمراني څومره مهمه ده."

پولېنډ چې د یورپي اتحاد غړی او د یورپ په ختیځه برخه کې د نېټو یو اتحادي ملک دی، د خپل سرحد پر غاړه اوکراین کې د دوه کلنې جګړې په باب ډېر زیات فکرمند دی، او اوکراین ته یې سیاسي، انساني، او دفاعي حمایتونه مهیا کړي دي.

نرېندر مودي او ډونالډ ټسک پخپل ملاقات کې د امن، د اوکراین جګړې، او د دوه اړخیزو تعلقاتو د مضبوطولو په حوالې سره خبرې وکړې. د هند او اوکراین دغو مشرانو وویل چې د دوو ملکونو ترمنځ د رسمي تعلقاتو د اویایمې کلیزې پر مهال دغې لیدنې، د آئي ټي، امنیت، او دفاعي صنعت په برخو کې د همکاریو دروازې پرانېستلې.

د هند وزیراعظم نرېندرا مودي د خپل پولېندي هم منصب سره د کتنې وروسته، د پولېنډ له صدر اندژې دودا سره هم ملاقات وکړ.

وارسا ته د تګ نه وړاندې، مودي وویل چې پولېنډ په مرکزي یورپ کې د هند اهم اقتصادي شراکتدار دی.

پولېنډي او هندي چارواکو یوه لوظنامه دستخط کړه چې د دوو ملکونو ترمنځ د ماهرو کارکوونکو تګ راتګ آسانه کوي.

وارسا کې د هند د سفارت لخوا جاري شوې شمېرې څرګندوي چې د هند او پولېنډ ترمنځ د دوه اړخیزه تجارت مجموعي پیمانه په ۲۰۱۳ کې ۱.۹۵ بلین ډالر وه، خو په ۲۰۲۳ کې دا پیمانه ۵.۷۲ بلین ډالرو ته وختله چې په دې کې د هند د برامداتو حصه ډېره ده.

د جمعې په ورځ نرېندرا مودي کیېف ته ځي چې هلته د اوکراین له صدر ولودیمیر زېلنسکي سره وګوري.

مودي تېره میاشت ماسکو ته سفر کړی و، او هلته کې یې ولاډیمیر پوټین سره د غېږې روغبړ کړی و چې کیېف یې په دې رویې ورباندې کلکه نیوکه وکړه. مودي د اوکراین د شخړې پرامنه ختمېدل غواړي او په اوکراین باندې یې د روس پوځي یرغل ندی غندلی.

زېلنسکي وویل چې په ماسکو کې د پوټین سره د مودي ملاقات، "لویه مایوسي او د امن هلو ځلو باندې تباه کنه وار (ضربه) و."