هنټر بایډن د فډرل ټېکسونو په قضیه کې د خپلې کورنۍ د بچ ساتلو په خاطر، خپل جرم قبول کړ

هنټر بایډن او مېرمن یې

د صدر جو بایډن زوی، هنټر بایډن د زیارت/پنجشنبې په ورځ د فډرل ټېکسونو په قضیه کې اقبال جرم وکړ. هنټر بایډن وویل، د دې ناڅاپه ګام مقصد یې دا دی چې د وسلې په قضیه کې د هغه د څو میاشتې وړاندې شرمناکه او دردناکه عدالتي کاروایو غوندې بیا هغه حال ورباندې رانشي او کورنۍ یې ونه ځورېږي.

د ټېکس په دې قضیه کې په هنټر بایډن باندې دا تور لګېدلی چې لږ تر لږه د څوارلس لاکه ډالرو په پیمانه ټېکس یې ندی ورکړی. د دې قضیې په لړ کې د منصفه پلاوي دپاره غړي ټاکل کېدل، خو څو ګنټې وړاندې تر هغه چې منصفه پلاوي وټاکل شي، هنټر بایډن فیصله وکړه چې د سرکاري وکیلانو سره د کومې معاملې یا څه فایده اخېستو بغیر، خپل جرم ومني.

د وسلې لرلو په کېس کې، چې څو میاشتې وړاندې په کې مجرم وپېژندل شو، هنټر بایډن ته ممکن د بند سزا واورول شي. په هغه کېس کې دا خبره هم څرګنده شوه چې هنټر پخوا د کوکائینو نشه کوله او د وسلې اخېستو په وخت کې هم کوکائین ورسره و، مګر په فارمونو کې یې معلومات نه و ورکړي.

د هغه نه پس د ټېکسونو په قضیه کې داسې توقع کېدله چې د هنټر بایډن د بهر ملکي تجارتي معاملو جزئیات څرګند شي. رېپبلېکنان په همدې موضوع ډېر ټینګار کوي ځکه غواړي په دې توګه د بایډن کورنۍ په کرپشن ککړه وښایي.

د صدر بایډن زوی، هنټر بایډن پس د هغه چې اقبال جرم یې وکړ، د ایمېل د لارې استول شوي یو بیان کې یې وویل: "زه به پرېنږدم چې زما کورنۍ ته نور زیات درد ورسېږي، په رازدارۍ کې یې نور زیات مداخلت وشي او بېځایه وشرمول شي. په دې خاطر چې دا څو کاله زه د دوی د ځورېدو سبب شوی یم، دا ځل کولی شم چې دوی بچ وساتم، او ما فیصله کړې چې اقبال جرم وکړم."

که څه هم د سږکال صدارتي انتخاباتو کې د نامزدګۍ نه د صدر بایډن د منصرف کېدو نه پس، اوس به د هنټر بایډن د ټېکس قضیې ناوړه سیاسي اثرات کم وي، مګر داسې انګېرل کېده چې که عدالتي کاروايي مخ ته ولاړه شي، نو په صدر بایډن باندې به د هغه د سیاسي کردار په آخري میاشتو کې دروند جذباتي اثر وغورځوي.

د هنټر بایډن وکیل، ابې لووېل په لاس انجلس کې د فډرل عدالت نه بهر خبریالانو ته وویل: "هنټر نن خپلې کورنۍ ته ارجحیت ورکړ، او دا کار یې یوه بهادري او د مینې قابل کار و."

کله چې قاضي نهه الزامونه یو په بل پسې یادول، نو ۵۴ کلن هنټر بایډن به سمدستي ورپسې د جرم قبلولو غږ اوچت کولو. دا الزامونو ته تر ۱۷ کلونو بند سزا اورېدل کېدی شي، مګر ممکن هنټر بایډن ته د فډرل لارښود ترمخې، ممکن کمه سزا واورول شي. هغه د ۱.۳۵ میلین ډالرو جرمانې سره مخ دی.

هنټر بایډن ته به په دې کېس کې د ډسمبر په ۱۶مه سزا واورول شي.

د وسلې اخېستو په کېس کې به یې سزا د نوامبر په ۱۳مه واورول شي چې د انتخاباتو د ورځې نه به یوه هفته پس وي.