په لویدیځه غاړه کې د وژل شوي ترکي-امریکایي ښځې کورنۍ غواړي تحقیقات دې وشي

د هغه ۲۶کلنې ترکي-امریکایي ښځې چې د جمعې په ورځ لویدیځه غاړه کې د اسرایلي ځواکونو په ډزو لګیدو وروسته مړه شوي کورنۍ یي د بې پلوه تحقیقاتو غوښتنه کړی ده. کورنۍ یي د خالي یا شنبې په ورځ یوه اعلامیه کې ویلي چې هغوي سخت غمجن دي.

ایسر نور اېزګي‌ اېګي‌ د جمعې پر ورځ نابلوس ته نږدې 'بیتا' ښار کې یوه فلسطین پلوه مظاهره کې برخه اخیستي وه. کورنۍ یي تور لګوي چې اغلې د اسرایلي ځواکونو په وحشیانه ډول وژلې ده.

کورنۍ یي د امریکا د صدر جو بایډن، مرستیال صدرې کاملا هېرس او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نه غوښتلي چې د یوې خپلواکې پلټنې امر دي وکړي.
وایټ هاوس هم دې پیښې ته په غبرګون کې ویلي: "موږ په لویدیځه غاړه کې د یوې امریکایی آیسرنور ایګزي ایګي د غمجنې مړینې له امله ژور خفه یو او زموږ زړونه د هغې د کورنۍ او خپلوانو سره دي. موږ د اسرائیل له حکومت سره اړیکه نیولې ترڅو نور معلومات وغواړو او د پیښې په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جمعې په ورځ د سپتمبر شپږمه د اسرایل له خوا په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د یوې امریکایی وګړي په وژنه خفګان څرګند کړ او ژمنه یې وکړه چې د "ضرورت په صورت کې به" اقدام وکړي.
بلینکن د ډومینیکن ریپبلک ته د سفر په وخت خبریالانو ته وویل: "مونږ پدې غمجنه ضایعه خواشیني یو" هغه د وژل شوې امریکایی ترکیې دوه ګونی تابعیت لرونکې آیسنور ایزګي ایګي، کورنۍ ته خپله "ژوره خواخوږي" وړاندې کړه.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به د اسرایل په وړاندې اقدام وکړي، ښاغلي بلینکن وویل: "لومړی شی دا چې - معلومه کړو چې څه پیښ شوي او موږ به له هغې څخه اړینې پایلې او عواقب ترلاسه کړو."
هغه وویل: "کله چې موږ نور معلومات ولرو، موږ به یې شریک او خپاره کړو، او که اړتیا وي، موږ به یې په اړه عمل وکړو."
ښاغلي بلینکن وویل: "زه د امریکایی وګړه د خوندیتوب او ساتنې څخه هر چیرته چې وي، بل لوړ لومړیتوب نه لرم."

د اسرائیل پوځ ویلي چې په دې اړه تحقیقات کوي او منلې یې ده چې ځواکونو یې ډزې کړي او ویلي یې دي چې دا کار یې د "تاوتریخوالي ډک فعالیت" په غبرګون کې کړی..
ترکیې هم د دې پېښې په کلکه غندنه کړی ده.

په غزه کې د صحت وزارت د خالي/ شنبې په ورځ ویلي، د اووم اکتوبر راهسې د اسرايلي پوځ د غزې په عملياتو کې لږ تر لږه 40,691 کسان وژل شوي او 94,060 ژوبل شوي دي.

دغه جګړه وروسته له هغې پيل شوې چې د حماس وسله والې ډلې په اووم اکتوبر په اسرايل حمله کړې، 1,200 کسان یې وژلي او 250 يې يرغمل کړي وو.