وایټ هاوس د زیارت/پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې صدر جو بایډن به آینده هفته (د سپټمبر په ۲۶مه) پخپل دفتر کې د اوکراین د صدر ولودیمیر زېلنسکي سره ملاقات ولري.
د وایټ هاوس د ترجمانې کارین ژان پيئر په بیان کې راغلي چې زېلنسکي به په جلا توګه د نایب صدرې کامېلا هېرس سره هم لیدنه وکړي.
د صدر بایډن ترجمانې پخپل بیان کې ویلي: "دا مشران به د روس او اوکراین ترمنځ د جنګ په صورتحال بحث وکړي چې په کې به د اوکراین سټراټیجیک پلان او د روس د جارحیت په ضد دفاع کې د اوکراین سره د امریکا په مرستې هم خبرې وشي. صدر [بایډن] او نایب صدره [هېرس] به پخپل غیرمتزلزل عزم ټینګار کوي چې د اوکراین سره به د دې جنګ تر ګټلو پورې اودرېږي."
زېلنسکي ویلي چې پخپل ملک باندې د روس د پوځي یرغل د ماتولو دپاره یوه منصوبه لري، او غواړي چې دا تجویز بایډن ته وړاندې کړي.
زېلنسکي تېره د جمعې ورځ په کیېف کې د یالټا یورپین سټراټیجي په شلمه کلنۍ جلسه کې وویل چې د یرغل جنګونه، د مثال په توګه دا جنګ چې د روس لخوا اوکراین باندې تپل شوی، یا داسې ختمېدلی شي چې د جنګ په میدان کې اشغالګر لښکر په شا وتمبول شي او یا د ډېپلوماسۍ د لارې ختمېدلی شي، کوم کې چې لاندې شوی ملک آزاده کیږي او خپلواکي یې بحاله کیږي.
هغه زیاته کړه: "په دواړو صورتونو کې، اوکراین ته یو قوي دریځ لرل په کار دي. امریکا په دې کې ورسره مرسته کولی شي. البته که مونږ، د خپلو اهمو شراکتدارانو سره یوځای، د کامیابۍ هڅې وکړو."
په دې وروستیو هفتو کې زېلنسکي دا ناراضګي څرګنده کړې چې ولې تر اوسه اتحادیانو، په خاص ډول امریکا او برطانیې، ورته دا اجازت ندی ورکړی چې د دوی په مرسته شوو وسلو باندې د روس خاوره کې دننه اهداف په نښه کړي.
امریکا او برطانیې دواړو فکرمندي ښودلې چې هسې نه دوی هم د روس سره مخامخ جګړې کې ښکېل شي.