د میاشتو میاشتو مذاکراتو وروستو، اوکراین دپاره د اوو سترو صنعتي طاقتونو لخوا د پنځوسو (۵۰) اربو ډالرو قرضې کار پرمخ روان دی او په دې هفته کې به د جي-۷ ډلې ملکونه په دې قرضه کې خپلې خپلې برخې اعلانې کړې.
په پام کې ده دا قرضه اوکراین ته د هغو ۲۸۰ بلینو ډالرو نه ورکړی شي چې د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ میاشت راهېسي د روس د پوځي یرغل نه پس، د روس د اثاثو په شکل کنګل یا منجمد کړی شوي دي. ددې پلان ترمخه، دغه منجمد شوو اثاثو باندې قبضه نه لګیږي، بلکې قرضه به د سود سره واپس کړی کیږي او بیا به د منجمدو اثاثو سره یوځای کړی شي.
د امریکا صدر جو بایډن په یو بیان کې وویل چې د دغه "تخلیقي" حل مقصد دا دی چې اوکراین ته د فوري ضرورت وړ اقتصادي امداد مهیا کړی شي، البته "بغیر د دې چې بوج یې د امریکې په ټېکس ورکوونکو راشي."
بایډن زیاته کړې: "دا قرضې به د اوکراین خلکو سره، چې د خپل ملک دفاع او بیا مرمت کوي، مرسته وکړي. او زمونږ کوششونه دا واضحه کوي: ظالمان به د هغو نقصانونو ذمه واره وي کوم چې دوی یې اړوي."
د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي په یو بیان کې د دې فیصلې له امله د اتحادیانو مننه کړې او زیاته کړې یې ده: "دا به په رښتیا مونږ سره مرسته وکړي."
په دې قرضې کې د امریکې برخه شل (۲۰) بلینه ډالره ده، کېنېډا د ۳،۷ بلینه او برطانیې د ۲،۹۴ بلینه ډالرو برخې اچولو اعلان کړی دی. یورپي پارلېمان د نهې/سې شنبې په ورځ د یورپي اتحاد هغه فیصله منظوره کړه چې په دې قرضه کې به تر اته دېرش (۳۸) اربه ډالرو پورې دوی برخه ورکړي. دا ټولې د هغو روسي اثاثو نه اخېستل شوي چې په دغو ملکونو کې منجمد دي.
که څه هم د دغه قرضې جزئیات تر اوسه د کار لاندې دي، ډونرانو اعلان کړی چې دا پیسې به د اوکراین اقتصادي او دفاعي ضروریات پوره کړي. د امریکا د قامي سلامتیا نایب سلاکار ډلیپ سېنګ خبریالانو ته وویل، که چېرته د امریکا کانګرس د دې ملک له اړخه د قرضې برخه منظوره کړي، د بایډن انتظامیه په پام کې لري چې د دې شل بلینه ډالرو نیمایي پیسې د اوکراین اقتصاد سره مرستې ته او نورې نیمایي یې دفاعي اخراجاتو ته یې ځانګړې کړي.
د برطانیې دفاع وزیر جان هیلي دا هفته وویل چې د ملک لخوا یې ۲،۹۴ بلین ډالر د قرضې برخه به صرف د اوکراین پوځ ته استعمال کړی شي.
په ورلډ بنک کې د اوکراین د څانګې متبادل اېګزېکټیو ډائرکټر رومن کاچور وي او اې ته وویل: "په دې فیصلې سره، اوکراین مطمین دی چې دومره پیسې به ترلاسه کړي چې آینده کال دپاره ضروري اخراجات په مکمله توګه پوره کړي، په شمول د استاذانو او استاذانو د تنخواګانو، او د پنشنونو."
د نړېوالې مالیاتي ادارې (آی اېم اېف) ترمخه، که چېرته اوکراین ته د خپلو مالیاتي ضروریاتو پوره کول وي، دا قرضه ورته ډېره مهمه ده.
واشنګټن کې اقتصادپوه، آنډرس آسلنډ د قرضې دا منصوبه "اعلی" بللې ده او په اېکس پلېټفارم یې لیکلي: "بالاخره، اوکراین ته دا دی متعلقه مالي حمایت ترلاسه کیږي."