د اېپک او جي-۲۰ سرمشریزو ته د بایډن تګ - دا ممکن په عالمي سټېج د صدر بایډن آخري راڅرګندېدل وي

د امریکا صدر جو بایډن د پېرو او برازيل په دورې تللی دی. هغه به د جمعې او د خالي/شنبې په ورځ، په سرښار لېما کې د اېشیا-پېسفیک اقتصادي همکارۍ فورم – اېپک په سرمشریزه کې برخه واخلي چې په خطه کې د آزاد تجارت د فروغ ورکولو دپاره جوړیږي.

دا به غالبأ په عالمي سټېج د امریکا صدر په توګه د صدر بایډن آخري او الوداعي راڅرګندېدل وي. هلته به بایډن د دې پوښتنې سره هم مخ شي چې وایټ هاوس ته د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ د بیاراتګ وروسته به د امریکا په پالیسیو کې څه ممکنه تبدیلۍ راشي.

د ګل/دوشنبې په ورځ به صدر بایډن د برازیل ریو ډي جنیرو ښار ته ولاړ شي او په نهې/سې شنبې ورځ به هلته کې د دنیا د شلو سترو اقتصادي طاقتونو (جي-۲۰) په اجلاس کې برخه واخلي.

د لېما نه ریو ډي جنیرو ته د تګ په لاره به بایډن د برازیل په امازونا ریاست کې د ماحولیاتو په باب یوې دستورې کې هم ګډون وکړي.

د امریکا د آینده پالیسیو په اړه د غیریقیني صورتحال په وجه، هغو عالمي مسئلو کې کومو پرېکړو ته د رسېدو هڅې هم پېچلې او ستونزمنې کیږي کوم چې د تجارت، غربت، د قرضو د خلاصون، موسمي بدلون، پایدارې ترقۍ او د صافې توانایۍ موضوعات په کې شاملیږي.

د سټراټېجیکو او نړېوالو مطالعاتو په مرکز کې د جیوپولیټکل او خارجي پالیسۍ مشر وکټرچا وایي، په انتخابي کمپینونو کې د پالیسیو د بیانونو په باب ډېر شکونه او شبهات او افسوسونه، او د ملکونو له خوا په دې ټولو چارو باندې د خپل خپل موقف څرګندولو کوششونه به وشي او دغسې یو مرکب بیانونه به مخې ته راشي.

اتحادیان د امریکې دپاره اهم دي

د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېوان د شورو/چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته د صدر بایډن د سفر تفصیلات بیان کړل او ویې ویل چې، "د امریکې دپاره د دې اتحادیان، د امریکې د قامي سلامتیا دپاره اهم حیثیت لري."

هغه زیاته کړه، "دا مونږ مضبوطه جوړوي، زمونږ په وړتیاوو کې اضافه راولي، هغوی زمونږ له اوږو څخه بوج راکموي، هغوی زموږ په مشترکه مقاصدو کې مرستې کوي."

د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېوان

جېک سولېوان ټینګار وکړ، صدر بایډن په داسې وخت کې د اېپیک په غونډه کې برخه اخلي چې په خطه کې د امریکې اتحادیان دا وخت د بل هر وخت نه ډېر اهم دي، او د جاپان، کوریا، اسټرېلیا او فلیپینز سره تعلقات مضبوطه شوي دي.

سولېوان دا هم وویل چې صدر بایډن د اېپک سرمشریزې پر مهال، په یو درې اړخیزه لیدنه کې هم برخه اخلي کوم کې چې د جنوبي کوریا صدر یون سوک یول او د جاپان وزیراعظم شېګرو ایشیبا سره د اتحاد قایمولو په اهمیت او تر اوسه پورې په شوي پرمختګ باندې بحث کیږي چې دا پیوستون په اقتدار سره نوې انتظامیې ته منتقل کړی شي.

په اټلانټیک کونسل کې د جیو اکنامکس سنټر مشر جاش لېپسکي وایي، د آینده انتظامیې په اړه که څه پوښتنه هم وي، بایډن به په ټوله دنیا کې د امریکا د تعلقاتو قایم ساتلو په ارزښت باندې خپل یقین اظهار کړي.

(د وي او اې اردو سروس نه په مننه)