په افغانستان کې واکمنو طالبانو، چې د درې کاله په تېرېدو یې هم تر اوسه هېچا حکومت په رسمیت ندی پېژندلی، د شام وروستیو حالاتو او د بشار الاسد د رژیم نسکوره کېدو ته غبرګون ښودلی او د شام خلکو ته یې مبارکې ورکړې ده.
د طالبانو خارجه وزارت په یو بیان کې د شام یاغي ډلې (هیئت تحریر الشام) او شامي اولس ته سپارښتنه کړې چې "د انقلاب پاته پړاوونه په داسې ډول مدیریت کړي چې د یو امن، متحد، او باثباته نظام خاوند شي."
طالبانو دا هیله هم ښودلې ده چې په شام کې د "اسلامي نظام" اساس کېښودلی شي.
طالبان پخپله په افغانستان کې داسې سختدریځه نظام جوړ کړی چې د اسلام نه د دوی د ځانګړي تندلاره تعبیر په بنیاد ولاړ دی. د نورو سختدریځه تګلارو ترڅنګ، طالبانو په افغانستان کې ښځې جېنکۍ له کار او تعلیمه منعه کړي چې د نړۍ په هېڅ بل ځای کې داسې څه ندي لیدل شوي.
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
په شام کې د مختلفو دینونو او مذهبونو پیروکاران اوسیږي، خو هیئت تحریر الشام ډله چې د بشارالاسد د څو مخالفو ډلو مشري په غاړه لري، یوه سني مذهبه ډله ده، او څېړونکي وایي چې د طالبانو خواخوږي له هغو سره هم د مذهبي تړاو په بنیاد ده.
په هغو تصویرونو کې چې د شام نه راغلي، ښکاري چې شامي یاغیانو د شام د ملي بېرغ ترڅنګ، د طالبانو سپین کلېمه داره جهنډه هم پورته کړې ده.
په همدې حال کې په سوشل مېډیا باندې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې افغان طالبان او پلویان یې په خوست ولایت کې ښيي چې د بشارالاسد د حکومت رانسکوره کېدل لمانځي.