د امریکا صدر بایډن انتظامیې د ایراني-امریکایي غبرګ شهریت لرونکي ته د لس 10 کلونو قید سزا ورکولو باندې د ایران غندنه کړې ده.
په 2023م کال په سېپټمبر کې د امریکا او ایران ترمنځ د قیدیانو د غیر معمولي تبادلې وروسته په عوامي کچه رپورټ شوی د ایران لخوا کوم امریکایي شهري قید کولو دا اولنۍ پیښه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ګل، دوشنبې په ورځ د وي او اې ته په یوه ایمیل کې وویل: "مونږ د ایران او امریکا غبرګ شهریت لرونکي شهري صحافي (سیټیزن جرنالسټ) رضا ولي زاده ته په ایران کې د لس کاله قید سزا د رپوټونه نه خبر یو".
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه: "مونږ دا سزا په کلکه غندو او د هغه د سمدستي خوشې کېدو او په ایران کې د ټولو سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کوو."
د اکتوبر په میاشت کې د دغه رپوټونو مخې ته د راتلو وروسته چې د سېپټمبر په میاشت کې رضا ولي زاده په ایران کې په حراست کې اخیستل شوی دی، دا د امریکا لخوا د هغه په ایران کې د نیول کیدو لومړی تصدیق دی.
رضا ولي زاده د وي او اې سره تړلې ريډیو فردا پخوانی خبریال دی، هغه په 2022م کال کې د فارسۍ ژبې ريډیو فردا پرېښيې وه.
د اګست په میاشت کې په اېکس (پخوانی ټویټر) په خپل وروستي پوسټ کې هغه لیکلي وو چې ، په مغرب کې د 14 کلونو د اوسېدو وروسته د خپلې کورنۍ سره د لیدو دپاره د فبرورۍ په میاشت کې تهران ته لاړو.
د ولي زاده وکیل محمد حسین آقاسی د خالی، شنبې په ورځ په اېکس په یوه پوست کې دا خبر ورکړو چې په دې ورستیو کې یوه ایراني عدالت د هغه موکل ولي زاده ته د لس کاله قید سزا اورولی ده. هغه زیاته کړه چې د دې نه علاوه عدالت په هغه د دوه کالو سفر بندیز ، په تهران او د هغه په ګاونډیو ولایتونو کې د اوسیدو دوه کلن بندیز او په ګوندونو یا ډلو کې د غړیتوب دوه کلن بندیز هم لګولی دی.
د ایران حکومت وي او اې او، ریډیو فردا په شمول نورو مغربي فارسي ژبې زیاتو رسنیو ته د دښمن ادارو په توګه ګوري ځکه چې دوی د هیواد د استبدادي اسلامپالو واکمنانو په وړاندې د خلکو په مخالفتونو او لاریونونو ته پام اړوي.
د رېډیو فري یورپ ادارې مشر سټېفن کېپس چې رېډیو فردا یې هم د لاس لاندې ده، وي او اې ته په یو لېږل شوي بیان کې ویلي ولي زاده یو امریکایی شهري دې چې په غلطه توګه تورن شوی، مجرم ګرځول شوی او قید شوی دی.