په وزیرستان کې د ناامنۍ پر ضد ولسي احتجاجي پرلتونه پیل شوي
د خېبرپښتونخوا قبایلي سیمې، په ځانګړي ډول وزیرستان د تېرو شل کلونو راهیسې د پوځي عملیاتو، بمي چاودنو او ناامنۍ له اوره نه دي خلاصې شوې. خلک وايي، له عملیاتو سره د ترهګرۍ د ختمېدو پر ځای، دوی ته نور زیانونه رسېدلي دي. امنیتي چارواکي وایي، دوی وخت ناوخت د استخباراتي معلوماتو په بنیاد عملیات کړي او تندلارو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. تفصیل د عدنان بېټني په رپوټ کې: