اسلام اباد هايکورټ د نېشنل ډېټابېس او رجسټرېشن (نادرا) هغه فېصله ځنډولې چې پکې ادارې د جمعيت علما اسلام ف ډلې د يو مشر او پخواني سېنېټر حافظ حمدالله د پاکستان وګړيتوب ختم کړی ؤ.
اسلام اباد هايکورټ د نادرا او کورنيو چارو د وزارت نه په دغه اړوند په دوه اوونيو کې ځواب غوښتی او امر يې کړی چې په دوه اوونيو کې به د حافظ حمدالله پرضد هيڅ ډول اقدام نه کوي.
د اسلام اباد هايکورټ مشر قاضي اطهر من الله د حافظ حمدالله په خواست نن د نهې،سه شنبې په ورځ اورېدنه کړې ده.
په اورېدنه کې نوموړي قاضي پوښتنه کړې چې د حافظ حمدالله بچي شته؟ او هغوی شناختي کارډ لري؟.
په ځواب کې د پخواني سېنېټر وکيل ويلي چې د حافظ حمدالله يو زوی په پوځ کې هم دی.
نوموړي جج ويلي "د هغه ښځې په خاوند څنګه شک کېدی شي څوک چې خپل زوی په دې ملک د قربانولو دپاره ليږي".
حافظ حمد الله د نادرا پرېکړې ته په غبرګون کې ويلي ؤ چې د هغه په شهريت يا وګړيتوب ډرون برید شوی دی.
هغه ويلي د بلوچستان په چمن ښار کې زېږېدلی او هم د دغه ځای دی.
جمعيت علما اسلام ګوندد نادرا فېصلې ته په غبرګون کې ويلي ؤ چې دا د سياسي انتقام فېصله ده.
د حافظ حمدالله د وګړيتوب ختمولو فېصله په داسې وخت کې شوې چې جمعيت علما اسلام ګوند د ٖپاکستان تحرک انصاف د حکومت پرضد ازادي مارچ اعلان کړی او دا وخت دغه ازادي مارچ اسلام اباد ته په لار دی.
نادرا په ۲۶م اکتوبر د حافظ حمدالله د وګړيتوب ختمولو فېصله کړې وه.