په سعودي کې د زرگونو بې روزگاره شوي پاکستانیانو ستونزې سېوا شوي

د پاکستان د باندينو چارو وزارت ويلي دي په سعو دي عربستان کې په زرگونو پاکستانیان بې رزگاره کړی شوي او ورته د تیرو څو میاشتو راهسې اجرتونه نه دي ورکړی شوي-

په سعودي عربستان کې د پاکستان سفير ښاغلي منظورالحق ویلي دي چې د بې روزگاره شوي پاکستانیانو په ستونزو ورسره د سعودي مشرانود کومک لوظ کړی دی- ښاغلي منظورالحق دډیوه ریډیو سره د ټليفون دلارې په یوه ځانگړې مرکه کې ويلی دي چې دا نه شي ویلی چې سعودي کمپنو یا سوداگرو د پاکستانیانو روزگارونه ولې ختم کړي دي خو واېي په ستونزه خبر دی –

په سعودي عربستان کې د پاکستان سفير ښاغلي منظورالحق

نړیواله مطبوعات واېي په سعودي کې د خامو تیلو نرخونو ختلو سره کمپنۍ په تاوان کې روانې دي او خپل نوکران وباسي-

په سعودي عربستان کې نزدې دوه نيم میلینه پاکستانیان کارونه کوي او دا وخت د زرگونو په شمیره کې ځيني سعودي کمپنیو د کارونو څخه لری کړي دي- هلته په سعودي کې یو بې روزگاره شوي مزدور یونس تنها ډیوه ریډیو ته ویلي دي چې دبې روزگارۍ د لاسه ډیر بې وسه شوی دی او ورسره په جده کې د سفارت خانې د فتر هيڅ قسمه کومک نه کوي-

ښاغلی سفير منظورالحق واېي "زه نن هم (اتوار ورځ) د وزير انصاف سره میلاؤ شوې یمه او ما ورسره دا خبری کړي دي چې پکار ده چې ددې خلقو سره مدد وکړی شي ددې نه علاوه دوه ورځې وړاندې زه میلاو شوی وومه د فارن مينسټر(د باندينو چارو وزير) سره – د هغې نه وړاندې زه میلاو شوی وومه د لیبر سیکټري (د خواري کښو د چارو سیکتر) سره" ښاغلی سفير واېي دغه ټول چارواکي په دې خبر دي او په لویه کچه ددې مسلې د حل لټون روان دی-

Your browser doesn’t support HTML5

په سعودي کې د پاکستان سفير ښاغلي منظورالحق د رحمان بونیري سره مرکه

یو سعودي اخبارعرب نیوز د جولاېي په دیرشمه په خپل یو خبر کې ليکلي دي چې دسوونو په شمیره کې د اوجر کمپنۍ بې روزگاره کړې شوو محنت کشو د خپلو تنخواگانو لپاره په شمالي جده کې مظاهره کړې ده-

د هندوستان خارجه وزیرې سشما سوراج په خپل ټیوټر باندې لیکلي دي چې په سعودي کې لس زره هندوستانیان د ولگې تندې سره مخ دي-

د هندوستان خارجه وزیرې سشما سوراج ټیوټ

د پاکستان د باندينو چارو وزارت په اسلام اباد کې ويلي دي چې اته نيم زره پاکستانیان بې روزگاره کړی شوي دي- یو پاکستانی اخبار واېي سعودي مشرانو ويلي دي چې ددغو کمپنیو څخه یې د بې روزگاره کړی شوو محنت کشو د اجرتونو اخستو امر کړی دی- سفير منظورالحق واېي تمه کوي ددغه مشکلاتو حل به زر راوځي-

په سعودي عرب کې د پاکستان ، هندوستان، بنگله دیش او نورو ایشیاېي هیوادونو په میلینو محنت کش د تیرو څو لسیزو راهسې کارونو له ځي-