شمالي وزیرستان:هدفي وژنه کې دسیمې یو بل تن وژل شوی دی

دخیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلعه کې بیا دهدفي وژنې پیښه شوې چې پکې یو ځایي تن د نامالومه کسانو په ډزو وژل شوی دی.

دسیمې نه پولیسو وي او ای ډیوه ته دا پیښه تاید کړې او ویلي یې دي دهدفي وژنې دا تازه پېښه د زیارت په ورځ دمیرعلي په موسکي سړک سحر وختي شوې ده.

د میر علي تاڼې چارواکي وایي د وژل شوي تن پیژندګلو د صفت الله په نوم شوې او کورنۍ یې پولیسو ته ویلي چا سره شخصي دښمني نه لري او د نامالومه کسانو پرضد یې مقدمه درج کړې ده.

تر دې مهاله ددې تازه پیښې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخستې اؤ‌ پولیس وایي دپېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د وسله والو پرضد کال 2014م کې ضرب عضب نومې عملیات کړي چې پکې ددغه سیمې د ترهګرو نه د پاکولو دعوې شوي خو د علاقې خلک وایي تر عملیاتو وروسته پکې حالات د تسلۍ وړ نه دي او هره ورځ د ناامنۍ دنورو پیښو ترڅنګ د عامو خلکو هدفي وژنې کیږي.

په دې وروستیو کې په شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې د هدفي وژنو لړۍ چټک شوې چې دسیمې خلک یې دسختې ویرې سره مخ کړي دي.

د پي تي ایم ذشمیرو تر مخه د ضرب عضب عملیاتو څخه راپدیخوا شمالي وزیرستان کې نیزدې 470 کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي.

د پي تي ایم د شمالي وزیرستان فعال عید رحمان وایي دې پیښو خلک پریشان کړي او دخپلو سیمو په پریښودلو مجبور کړي دي.

هغه وویل تر اوسه د هدفي وژنو په یوه پیښه کې نه څوک مالوم شوي او نه سزا ورکړل شوې ده.

د جولایي په دویمه د شمالي وزیرستان میر علي سیمه کې درې کسان په هدفي وژنه کې وژل شوي وو.

تر دې وړاندې روانه میاشت شمالي وزيرستان کې نامعلومه وسله والو د سيمې د ځوانانو دتنظیم يوتهـ اف وزیرستان څلور فعالان په ډزو وژلي وؤ چې ددغو وژنو پرضد دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې سخت احتجاجونه هم شوي وؤ.

همداشان په 18م جون هم شمالي او جنوبي وزيرستان کې د ډزو په پېښو کې څلور تنه وژل شوي وؤ.

په شمالي وزیرستان کې د پوځي ځواکونو مشر یا جي او سي میجر جنرل نعیم اختر په 28 جون په سیمه کې د پولیو په ټیم بريد په کلکه غندلی ؤ او ویلي یې وو په سیمه کې حالت په قابو کې دی او پوځ ژمن دې چې د دښمن نه به په څو چنده زيات بدل واخلي.

خو تیره ورځ د پاکستان پوځ ویلي په میر علي سیمه کې د ترهګرو سره په جګړه کې د پاکستان دپوځ یو عسکر وژل شوی او بل ټپی شوی او تر دې پیښې درې ورځ وړاندې د ګل/ دوشنبې په ورځ [4 جولايي] په قبايلي ضلعه شمالي وزيرستان کې د پوځ په ګاډي ځانمرګی بريد شوی ؤ چې پکې د 15 پوځیانو د ټپي کېدو ویل شوي وو.