د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د نامالومه وسله والو په ډزو کې د شاپور تاڼې پوليس مشر (اېس اېچ او) وژل شوی دی.
د پېښور سي سي پي او محمد اعجاز خان دغه پېښه تاييد کړې، او د سي سي پي او دفتر وي او اې ډيوه ته ویلي، د شاپور تاڼې اېس اېچ او شکيل خان په خپل ګاډي کې ډیوټۍ ته روان وو، په هونډا سېوک موټر کې پسې کسان راغلي او ډزې يې پرې کړي دي.
د پېښور پوليسو په ټويټر ويلي،
"د پېښور موټر وی بايي پاس سره نزدې د نامالومه ترهګرو په ډزو کې د شاپور اېس اېچ او شکيل خان وژل شوی دی".
پشاور موٹروے بائی پاس کے قریب نامعلوم دہشتگردوں کی فائرنگ سے نڈر اور بہادر پولیس آفیسر ایس ایچ او شاہ پور شکیل خان شہادت کے عظیم مرتبے پر فائز ہوگئے۔ pic.twitter.com/YGcJA4LeTg
— Capital City Police Peshawar (@PeshawarCCPO) May 19, 2022
په سمدستي ډول د دې پښې زمه واري چا نه ده منلې.
دا بريد په داسې وخت کې شوی چې په پېښور کې په وروستيو کې په پوليسو او لږکيو باندې د بريدونو زمه وارۍ داعش منلي دي.
څلور ورځې وړاندې د پېښور د سربند تاڼې په حدودو کې دوه سيکان په ډزو وژل شوي، او داعش د دغه بريد زمه واري منلې وه.
د دغه پېښې نه دوه ورځې وړاندې د سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې وه د کوچه رسالدار په ځانمرګي بريد کې ککړ د داعش دوه ترهګر يې وژلي وو.
د سږ کال د مارچ د میاشت په څلورمه نېټه په کوچه رسالدار کې د شیعه مسلمانانو په جومات ځانمرګي حمله کې د 60 پورې کسان وژل شوي دي. داعش د حملې ذمه واري منلې ده.
په پېښور کې د پوليس افسر د وژنې پېښه په داسې حال کې شوې چې بل لور ته تحریک طالبان پاکستان د 30 مې پورې د ډز بندۍ کولو ويلي دي.