اینډریوریډن: د افغانستان امنيتي ادارې دې په نړيواله کچه تربيه او غير سياسي وساتل شي 

د افغانستان د راتلونکي سياست او ننګونو په اړه د تازه کتاب "Institutions Building in Weak States"

لا په بې توانه هېوادونو کې د اداروجوړول، ليکونکی اینډریوریډنوايي: “د افغانستان امنيتي اداره يوه منظمه اداره ده نه يوازې د دې په نړيواله کچه تربيه دې روانه وي بلکې ددې په صفونو کې دې د طالبانو او د کوم بل حکومتي کوند اثر رسوخ دې د نړيوال څار لاندې وي چې کم نه کم وي”.

د خپل کتاب په اړه د جمعې په ورځ د امريکا د څېړنيزې ادارې سټېمسن ساوت ايشيا پروګرام لخوا جوړ شوي وېبېنار ته ښاغلي ري‌‌‌‌‌‌ډېن وويل:

“د نړيوالو د پاره دا يوه ننګونه ده چې طالبان څنګه نوي نظام ته راوستل شي”.

د افغانستان د امنيتي ځواکونو د نړيوالو پوځي تربيتي او مالي مرستو د نه شتون په ترڅ کې ښاغلی اين‌‌‌‌‌‌ډريو وايي:

“که طالبان واک اخلي لا د خپلواک لاندې سيمو کې ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې ساتي نو دا به د نړۍ د پاره لويه ننکونه وي”.

د امريکا ولسمشر جو باي‌‌‌‌‌‌ډن په خپله وروستۍ وينا کې ويلي امريکا به د افغانستان د امنيتي ځواکونو ملاتړ روان ساتي او د افغانستان سره به مالي اوسفارتي مرستو ته دوام ورکړي.

د ناستې يوه بله ګ‌‌‌‌‌‌ډونواله الزبت تهرېکل‌‌‌‌‌‌ډ چې د يادې ادارې د سويلي ايشيا د چارو معاونه ده په حيرانتيه پوښتنه کوي او وايي:
“طالبان انتخابات نه مني وايي چې دا غير اسلامي دي خو بيا هم د خپل واک لاندې سيمو کې نړيوالې مرستې اخلي”.

اغلې الزبت پوښتنه پورته کړه چې د افغانستان د واک ويش په اړه نړيواله ټولنه لا نه ده توانېدلې چې څنګه په اصلاحاتو کې بريالۍ شي او څنګه بهځايي خلک او نړيوال په دې اړه کاميابۍ پله لاړ شي؟

اي‌‌‌‌‌‌ډريو ري‌‌‌‌‌‌ډېن په اشاره سره پوښتنو ته په ځواب کې وويل چې تر مکمله غير سلا کولو به دا ممکن نه وي خو د ‌‌‌‌‌‌ډي ‌‌‌‌‌‌ډي ار موثر کول هم اسان نه دي ځکه ځينې ‌‌‌‌‌‌ډلې دننه او بيا طالبان به څنګه دې ته اړ باسل شي چې جنګ بس کړي او وسله کېږدي؟

اینډریوریډن وايي ادارې جوړول چې په ترڅ کې يې د افغان ولسمشر اشرف غني د کتاب “Fixing Failed States” لا ناکامه رياستونه سمول، ذکر هم وکړو او ويې ويل: “ادارې د امن د پاره ‌‌‌‌‌‌‌ډېرې مهمې دي او په خاصه توګه پوليس او پوځ ‌‌‌‌‌‌ډېر مهم دي ځکه چې دا د راتلونکيضمانت وي. ګورو چې نړيوال څنګه د دې ادارو مرسته کولی شي”.

د افغانستان نه د خارجي ځواکونو د وتلو وروستو په راتلونکي کې به څه پېښ شي ښاغلی ري‌‌‌‌‌‌ډېن بله پوښتنه کوي او وايي “کچرې نړيوال دافغانستان نه ځي نو هلته به ادارې څنګه چليږي او نړيوال به په دې اړه څنګه او څومره د يو بل سره په رابطه کې وي”.

ښاغلی ري‌‌‌‌‌‌ډېن وايي د نورو ‌‌‌‌‌‌ډېرو ستونزو سره سره دا يو بل حقيقت دی چې افغانستان د عراق نه بدل دی او هغلته به د اختيار بل ته دسپارلو بهير ‌‌‌‌‌‌ډېر لانجمن وي تر څو چې ادارې د ځايي سياست او واک اخستونکو د اثر نه پاکې لا کمې اغېزمنې نه وي.