افغانستان وگټله. د کرکټ نړيوالو سیالیو ته ووتلو

نن د غواراوي د سياليو په سپرسيکس پړاؤ کې په خپله وروستۍ لوبه کې افغانستان ائيرلېنډ ته ماتې ورکړه او د نړيوال کپ په سياليو کې د زغل حقدار وگرځیدلو.

د افغانستان د لوبې په شورو کې دواړو اوپنرانو محمد شهزاد او گلبدين نایب ډېره ښه لوبه وکړه . شهزاد ٥۴ او نایب ۴٥ رنزونه جوړ کړل.

د امرېکې په ورجينیا ریاست کې لوبې ته ناست یو افغان زلمي متين اغا وویل نن د هغه دغه ارمان پوره شو چې د خپل هېواد ترانه د کرکټ په نړیوال کپ کې واوري او د افغانستان بیرغ د نړېوال کپ په میدانونو کې اوچت وویني.​

نن د ایر لینډ کپتان د لوبې پچه یعني ټاس وگټلو او په خپله یې د بیټینگ پرېکړه وکړه. د ائیر لینډ پي ا‏ر‎سټرلینگ تر ټولو غوره لوبه وکړه او په ٨٧ بالونو یې ٥٥ رنزونه جوړ کړل.

د افغانستان مشهور لوبغاړي راشد خان د نن په مهمه لوبه کې ډېر ښه بالينگ وکړو او په ١٠ اورونو کې یې د۴٠ رنزونو په ورکولو ٣ لوبغاړي وسوزول.

د افغانستان لخوا دولت زدران په ١٠ اورونو کې ٥۴ رنزونه ورکړل او ٢ لوبغاړي یې وسوزول.

په پاکستان د کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېل وال په خپل ټويټر نن د لوبې په وخت د کرکټ د بابا په نوم مشهور سپين گيري عکس ورکړی وو او لیکلي یې وو د کرکټ بابا نن ډاډه دی

​نن په افغانستان او نوره نړۍ کې د افغانستان د کرکټ مينه والو دا لوبه ډېره په شوق وکتله.

د افغانستان کرکټ لوبډلې یوه ورځ د مخه د زمبابوی لوبډلې ته ماتې ورکړې وه. د پنجشنبې په ورځ د زمبابوې او عرب اماراتو تر مينځه لوبې وروستو د نړیوال کپ د غوراوي په سیالیو کې وېسټ انډیز په اتو نمبرو سره په پواېنټس ټېبل تر ټولو وړاندې دی.