​افغان هنرمنده مینه وفا د طالبانو د ویرې په کډوالۍ مجبوره شوې

Your browser doesn’t support HTML5

د اګست په ۱۵مه نېټه د وسله والو طالبانو لخوا د کابل نیولو وروسته د عامو خلکو په شمول ګڼ شمېر هنرمندان او سندرغاړي هم د طالبانو د ویرې د افغانستان نه بهر وتلي. په دغو کې یوه مینه وفا هم ده چې دا وخت د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې ډیر په بد حال کې ژوند کوي.
د اګست په ۱۵مه نېټه د وسله والو طالبانو لخوا د کابل نیولو وروسته د عامو خلکو په شمول ګڼ شمېر هنرمندان او سندرغاړي هم د طالبانو د ویرې د افغانستان نه بهر وتلي. په دغه هنرمندانو کې یوه مینه وفا هم ده. مینه وفا په افغانستان کې په یو شمیر فلمونو کې هم کار کړی او د دې تر څنګ یې ډیرې مشهورې سندرې هم ویلي. مینه وفا دا وخت د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې ډیر په بد حال کې ژوند کوي او غواړي چې د نورو هنرمندانو په شان اروپايي هیوادونو ته لاړه شي. مینه وفا د خپل ژوند نوره کیسه د وي او ای ډیوه وقار احمد ته کړې تاسو یې هم وګورئ.‌

افغان هنرمنده مینه وفا د طالبانو د ویرې په کډوالۍ مجبوره شوې