افغان سفیر په پېښور کې د افغان مارکيټ څخه لرې کړی شوی ملي بيرغ بیرته پورته کړی

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت خانې ویلي په پېښور کې د افغان مارکيټ څخه لرې کړی شوی ملي بيرته رپول شوی او ويل شوي که د مارکيټ نه بيرغ بيا ښکته کړی شو په پېښور کې به د احتجاج په توګه کونسلګري وتړي.

د افغانستان سفارت ویلي، "په پېښور کې د افغان حکومت (افغان ملي بانک) ملکیت، چې په افغان مارکېټ پېژندل کېږي، د ځمکې مافیا او غاصبینو ورباندې دعوی کړې وہ، تېرہ شپه یې په سلګونو پاکستاني پولیسو او حکومتي چارواکو په غېر قانوني توګه له ھټیوالو (دوکاندارانو) څخه د ځمکې د غصب او مافیا ډلې ته د سپارلو کوشش وکړ؛ د افغان مارکېټ دوکانونو ته یې قفلونه واچول او د مارکېټ له سرہ یې افغان ملي بیرغ را کښته کړ".

افغان مارکيټ د پېښور په فردوس علاقه کې دی.

د سفارت په بيان کې ویل شوي، د "پاکستاني پولیسو او حکومتي چارواکو دا چارہ له ټولو نړیوالو اصولو او ډيپلوماټیکو عرفونو سرہ په ټکر او د افغان ملي نښان ته سپکاوی دی".

سفارتخانې ويلي افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل او ورسرہ ډيپلوماټانو د ھمدې لانجې د ھواري او څېړلو په موخه نن له غرمې وروسته پېښور ته سفر وکړ، په دې تړاو یې د رسنیو د استازو پر وړاندې د افغانستان اسلامي جمھوري دولت دریځ روښانه او افغان ملي بیرغ یې بیرته د یاد مارکېټ پر سر وځړاوه".

مشعل مطبوعاتو سره په خبرو کې وویل، لکه څنګه چې تاسو خبر يې افغان مارکیټ د افغانستان د حکومت جايداد دی او د کلونو کلونو راهسې افغان دولت د دې ماليه ورکوي او دلته پکې دفتر لري.

هغه وويل يو تن (کشميري) په دغه مارکيټ دعوه کړې او زياته يې کړه دوي په دې افسوس کوي چې "يو شخص څنګه کولی شي چې د بل ملک په جايداد دعوه وکړي" هغه د پوليس په کردارد تحفظاتو څرګندونه وکړه.

مشعل وويل د پاکستان د حکومت څخه تمه لري چې په دې مسله په احتیاط سره قدم واخلي لکه د افغانستان د کونسلګرو په صفت د دې مارکیټ د دفاع حق هم افغانستان لری.

ښاغلي سفیر په خپلو خبرو کې زیاته کړہ "چې دې چارې ته باید د افرادو تر منځ نه، بلکې د دولتونو تر منځ د مسئلې په توګه وکتل شي او په ډاګه یې کړہ چې که د پاکستاني چارواکو دا عمل بیا ځلې تکرار شي، افغان حکومت به په پېښور کې خپله قونسلګري د اعتراض په توګه وتړي".

د اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د خبر ترمخه پېښور هايکورټ د شورو، چارشنبې په ورځ امر کړی چې دغه لانجمن افغان مارکيټ دې شوکت کشمیري ته وسپارل شي.

کشمیري دعوه کړې وه چې دا مارکيټ د هغه دی.

راپورونه په افغان مارکیټ کې د دوکاندارانو د اتحاديې د مشر ملک خان سيد مومند له قوله وايي په دې مارکيټ کې ۳۰۰ (300) دوکانونه دي او دا د افغانستان جايداد دی.