په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت اعلان کړی چې د اقلیم یا چاپېریال د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو راتلونکې غونډه کې به ګډون وکړي.
په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته دا وړومبی ځل دی چې طالبان په دې سویه د ملګرو ملتونو په راجوړېدونکې غونډه کې ګډون کوي.
اې ایف پي خبري اژانس د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له خولې ویلي چې د افغان حکومت یو پلاوی به د دوشنبې په ورځ د اذربایجان په پلازمینه باکو کې د COP29 غونډه کې ګډون وکړي.
که څه هم په سمدستي توګه روښانه نه ده چې افغان پلاوی به په کوم حیثیت دغه غونډه کې ګډون کوي، خو سرچینې وایي چې ښایي د مبصر یا څارونکي حیثیت ولري.
افغانستان د نړۍ په کچه شپږم هېواد ګڼل کېږي چې د چاپېریال یا د اقلیمي بدلون څخه تر ټولو زیات اغېزمن کیږي.
طالب چارواکي ټینګار کوي چې د هغوي سیاسي یوازېتوب باید د اقلیمي بدلون لپاره نړیوالو مذاکراتو کې د ګډون په وړاندې خنډ نه شي.
طالبانو په کال 2021م کې د لویدیځ د ملاتړ نه برخمن حکومت نسکور کړی اؤ دافغانستان په اقتدار یې قبضه کړې وه خو تر اوسه د نړۍ یو هیواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی .
د افغانستان د ملي چاپیریال ساتنې د ادارې چارواکو په بیا بیا ویلي چې اقلیمي بدلون باید سیاسي مسله نه وګرځي او له نړیوالو څخه یې غوښتنه کړې چې د چاپیریال اړوند هغه پروژې چې د طالبانو د واکمنۍ له امله ځنډول شوې وې، باید بېرته پیل شي.
هیله کیږي چې د COP29 غونډه به له 11 څخه تر 22م نومبره په باکو کې ترسره شي اؤ اذربایجان چې د پخواني شوروي یو هیواد دی اؤ د روس اؤ ایران تر منځ پروت دی، به ددې غونډې کوربه توب وکړي.
اذربایجان سږکال د فرورۍ په میاشت کې په کابل کې خپله سفارتخانه بېرته خلاصه کړې ده خو هغوي لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی.