واشنګټن – د خواریکښو نړیوالې ادارې (International Labor Organization) د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، چې په افغانستان کې په واک باندې د طالبانو له قبضې وروسته په دغه هېواد کې د ښځو د کار او روزګار اندازه ډېره کمه شوې ده.
ILO په خپل یو نوي راپور کې موندلې چې د طالبانو لخوا د ښځو په فعالیتونو باندې له بندیزونو سره د هغوی د کار کولو وړتیا کمه شوې ده.
په راپور کې راغلي، د طالبانو له هغه فرمان سره چې ښځې دې په کورنیو او نړیوالو ادارو کې کار نه کوي دغه ستونزه نوره هم زیاته شوې ده.
راپور زیاتوي، "د ۲۰۲۲ کال په څلورمې ربع کې د ښځو کار او روزګار د ۲۰۲۱ کال د دوهمې ربعې په پرتله ۲۵ سلنه نور کم شوی. په دغه موده کې د نارینه وو په کار کې هم اوه سلنه کموالی راغلی."
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې هغه مهال په واک باندې قبضه وکړه کله چې د ناټو ځواکونه په افغانستان کې له دوه لسیزو جګړو وروسته له دغه هېواد څخه ووتل.
وسلوالو طالبانو له هغې وروسته یواځې د دوی په فکر سخت اسلامي قانون یا شریعت پر ځای کړی، اکثره مېرمنې یې له کاره منعه کړي او په دغه جګړه ځپلي هېواد کې یې له شپږم ټولګي پورته د جونو پر زده کړو بندیز لګولی.
د افغانستان لپاره د آی اېل او، ناظم رامین بهزاد ویلي، "په جونو او مېرمنو باندې بندیزونو د هغوی د زده کړو، کار او روزګار پر برخو منفي اغیز کړی."
په راپور کې راغلي، چې د خواریکښو په مارکیټ کې ښځې یواځې د کور ننه په کار کولو سره ونډه اخلي چې د یادې شمېرې له نورې خرابېدو څخه مخنیوی وکړي.
بهزاد وویل، "ټولو ځوانو مېرمنو او سړیو ته په باکیفیته تعلیم او روزنه کې برابر حق ورکول د افغانستان راتلونکي اقتصاد او ټولنې ته یوه لویه ننګونه او لومړیتوب دی.
د آی اېل او، په راپور کې اټکل شوی چې د ۱۵ او ۲۴ کلونو ترمنځ عمر لرونکو ځوانانو کار ۲۵ سلنه کم شوی.
راپور ویلي، په ځوانو مېرمنو باندې له بندیزونو سره دغه ناسمه موازنه لا خرابه شوې او ورسره په ځوانانو باندې ددغه ناورین اغیز نور هم زیات شوی.
افغانستان په دوامداره توګه له بشري ناورین سره مخ دی چې پړه یې د کلونو راهیسې په روانې جګړې، وچکالۍ، سختو اقتصادي حالاتو او د خواریکښو له ننګونو ډک مارکیټ باندې اچول شوې.
په واک باندې د طالبانو له قبضې سره دغه ناورین نور هم زیات شوی ځکه بهرنیو حکومتونو په دغه هېواد باندې پراختیايي بودیجه او مرستې هم بندې کړي دي.
نړیوالې ټولنې د افغانستان د قانوني واکمنو په توګه د طالبانو منل رد کړي.
دوی د دغو سخت دریځو طالبانو له ډلګۍ څخه غوښتي چې بشري حقونه دې خوندي کړي او له ترهګرو ډلو سره دې اړیکې پرې کړي، مخکې له دې چې دوی ورسره ډېپلوماټیکې اړیکې پیل کړي.