د افغانستان په شمال کې د باگرام هوايي اډې سره نژدې د بم چاودیدو له امله درې امریکايي عسکر وژل شوي او درې نور زخمیان دي.
په افغانستان کې میشته امریکايي ځواکونو د کابل څخه په یو بیان کې وویل د گل، دوشنبې، په ورځ شوي چاودنه کې یو غیرپوځي کارکونکی هم وژل شوی دی.
بیان وايي زخمي عسکر د درملنې دپاره هسپتال ته منتقل کړی شوې دي.
په سمدستي توگه د پېښې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخیستې.
تېره میاشت د افغانستان په کندز ولایت کې دوه امریکايي عسکر د طالبانو خلاف عملیاتو کې ووژل شو.
سږ کال په افغانستان کې تر دا مهال شپږ امریکايي عسکر وژل شوې دي.