افغان طالبان يهودانو ته ولې ښېرې کوي؟

ملا عبدالغني برادر د خپلو پلویانو په منځ کې خبرې کوي

د افغان طالبانو د قطر د دفتر او د ‌‌‌‌‌‌ډلې مرستيال مشر ملا عبدالغني برادر په پاکستان کې د طالبانو سره په يوه ګډه دعا کې، د يهودانو لپاره د تباهۍ په غوښتلو آمين وايي خو په ياده دعا کې د افغانستان د بيا رغونې په اړه کوم ذکر نشته.

په ياده اجتماعي دعا کې ‌‌‌‌‌‌ډېره برخه د يهودانو لپاره ښېرې او د خدای نه د هغوی لپاره د سختو عذابونو خواست کېږي. رپوټونه وايي دغه ویډيو پاکستان ته د ملا برادر د سفر په وخت ریکار‌‌‌‌‌‌ډ شوې وه.

په وېډيو کې ملا برادر په پاکستان کې په يوه نامعلومه ودانۍ کې د افغان طالبانو سره د خبرو وروسته، د دعا لپاره لاسونه اوچتوي او په ناستو طالبانو کې يو طالب دعا پېل کوي.

''اې الله یهود هلاک کړې، اې الله په دوی خپل عذاب نازل کړې کوم چې د ظالمانو د پاره خاص دی، اې الله هغوی د عاد او ثمود په شان هلاک کړې!"

د مسلمانانو مقدس کتاب قران کې څو واره د عاد او ثمود قامونو په اړه ذکر او آيتونه شته. مورخين د دې قامونو د استوګنې ځايونه د اوسني سعودي عربستان شمال غرب کې د اردن سره په پوله پرته سيمه ښايي. مذهبي عالمان وايي په دواړو قامونو د عذاب نازلولو وړاندې، خدای عاد ته هود (ع) او ثمود ته صالح (ع) په نامو پېغمبران ورلېږلي وو.

دعا د زړه ارمان دی

د اسلام په ګډون په ټولو مذهبونو کې، منونکي په دعا کې د خپل خالق نه د زړه د ارمانونو پوره کولو خواست کوي. په سوشل مېډيا کې ښکاره شوې وېډيو کې طالبان د بل هر څه نه زيات د يهوديانو تباهي غواړي.

د طالبانو په دې لنډه دعا کې هغوی د خدای نه څلور واره د يهودو تباهي او يو وارې د افغانستان او اسلامي نړۍ نه د يهودو د ويستلو خواست کوي.

"اې الله يهودي قابضين زمونږ د ملک او افغانستان نه او ټولې اسلامي نړۍ څخه بهر کړې، ای الله تباه او برباد يې کړې!''

اکثره تندلاري مسلمان امامان په دعاګانو کې د يهودو سره سره عيسايان او هندوان هم يادوي خو په وېډيو کې ياده دعا کې د عيسايي يا د کوم بل مذهب يا مذهبي منونکو نامه اخستل شوې نه ده. کېدای شي د دې يو علت دا هم وي چې طالبان د امريکا سره د سولې په خبرو کې بوخت دي.

طالبان په ياده رېکار‌‌‌‌‌‌ډ شوې دعا کې يواځې د يهودانو تباهي نه غواړي، بلکه په پاکستان کې د يو عالم لخوا په عربي ژبه کې د شوې دعا ترجمه ښيي چې طالبان د يهودانو د ودانيو بربادي هم غواړي.

'' اې الله دوی نېست و نابود کړې، د دوی قدمونه متزلزل کړې او د دوی عمارتونه تباه کړې.''

يهودانو ته ښېری - او بدلېدونکی سياست

په غربي نړۍ کې، کېدای شي، يهودانو ته د طالبانو ښېرې د يهودانو نه د نفرت يا اېنټايي سېمېټېزم په معنا واخېستل شي، خو نا اشنا خبره دا ده چې طالبان دا ښېرې يا بد دعاوې داسې وخت کې کوي چې په افغانستان کې يهودان قابض نه دي، او بل دا چې د طالبانو د پلاوي کوربه هېواد پاکستان په ګډون يو شمېر اسلامي هېوادونو کې د اسرايل [د يهودانو هېواد] سره د اړيکو سمولو په اړه تاوده بحثونه روان دي.

څلورو عرب هېوادونو - عرب اماراتو، بحرېن، مراکش او سو‌‌‌‌‌‌ډان - په روان کال کې اسرايل سره اړيکې سمې کړې. اردن او مصر د وړاندې نه اسريل سره راشه درشه کوي. او داسې ښکاري چې لا نور مسلمان هېوادونه به اسرايل سره رابطې وساتي.

د يهودانو پر ضد د طالبانو نفرت د ‌‌‌‌‌‌ډېرو پښتنو لپاره په دې وجه هم نا اشنا خبره ده چې يوه تاريخي مفکوره دا هم شته چې وايي پښتانه د يهودانو ورکه قبيله ده. د پښتنو په هنري ادب کې د يهودو پر ضد د نفرت شعارونه نه ليدل کېږي.

البته د پښتنو په فولکلوري ادب او په پېړيو زړو ټپو کې د يهودانو د پېغمبرانو او جغرافيې نامې او تشبيهات ښه ډېر دي. لکه يوه اولسي ټپه وايي:

‏یار می یوسف شو رانه ورک شو''

''‏زه د یعقوب په شانې اوښکې تویومه

او يا دا:

‏اشنا سور ګل د کوهِ طور دی

‏زه مرغلره د دریاب د غاړی یمه

یهود په ټوله نړۍ کې خور شوی قام دی او په افغانستان کې هم پخوا ډېر شمېر یهود وګړي اوسېدل چې زیاتره یې په هرات کې مېشت و. اوس مهال صرف یو یهودی افغان په کابل کې پاته دی. هغه ځان یو ویاړلی افغان بولي او وایي چې له خپل وطن افغانستان سره مینې دې ته هڅولی چې دې وطن کې پاته شي.

زبولون وایي د خپل هېواد افغانستان د امن او سولې دپاره خدای ته دعاګانې کوي.

د کابل یوازینی افغان یهود، زبولون سېمنتوف وايي د خپل هېواد افغانستان د امن دپاره دعا کوي

طالبان د افغانستان بيا وداني غواړي؟

په وېډيو کې ثبت شوې دعا کې داسې نه ښکاري چې طالبان د خدای نه د افغانستان بيارغونه او يا په دغه هېواد کې سوله غواړي. د طالبانو ملا په افغانستان کې د طالبانو مرسته غواړي او د خدای ته منت کوي چې د دوی د امير هبت الله اخند زاده او د مرستيال مشر ملا برادر حفاظت وکړي.

'' اې الله زمونږ مجاهدينو طالبانو په افغانستان کې مرسته وکړې، اې الله زمونږ د امير هبت الله حفاظت وکړې۔ اخندزاده او د دوی د نائبيونو او خصوصي د شيخ ملا برادر حفاظت وکړې.''

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په خپلو دعاګانو کې يواځې د خپلو طالبانو او مفکورې بريا او حفاظت غواړي. طالبان د پخوا راهېسې په دعاګانو او بيانونو کې د ځان بريا غواړي او نورو ته د ماتې ورکولو ارادې ښکاره کوي. د دوی دغه ارمان څو ځله د اخترونو په موقعو افغان اولس ته په پېغامونو کې ليدل شوی دی.

يوه ورځ وړاندې د طالبانو مرستيالې ‌‌‌‌‌‌ډلې حقاني شبکې يو مشر انس حقاني هم دې ته ورته يو پېغام په ټويټ کې ورکړی وو او ليکلي يې وو:

'' دلته [يعني افغانستان کې] هر هغه څه چې له اسلام او اصيلو افغاني عنعناتو سره په ټکر کې وي، له منځه تللي او له منځه به ځي.''

په دغه ټويټ باندې په واشنګټن کې د وېلسن سنټر مايکل کوګلمېن ليکلي چې دا خبره دا اميد نه رامنځ ته کوي چې ګنې طالبان به په بېن الافغاني خبرو کې اوږه ټيټه کړي.

اوس هم افغانستان کې طالبان دا وخت د خپلو افغانانو پر ضد جګړه کوي. د افغانستان سنېټ ته ورکړل شوې تازه شمېرې ښيي چې په تېرو نهو مياشتو کې په ياد هېواد کې د 18000 نه زياتې حملې شوي او د هېواد امنيتي ادارې ادعا کوي چې په دغو کې 99 فيصده حملې طالبانو کړي. افغان طالبانو دې تازه ادعاو ته تر اوسه ځواب نه دی ويلی.