راشد خان د ټي-۲۰ کرکټ غوره بالر انتخاب شو

د افغانستان کرکټ قامي لوبډلې پیژندلی سپېن بالر راشد خان د پنځوسو اورونو د لوبو وروستو د شلو شلو اورونو یا ټي-۲۰ لوبو غوره بالر هم وټاکل شو.

د کرکټ مشهورې ویب پاڼې کرک اېنفو تر مخه په شارجه کې د زمبابوې پرضد لوبو کې د افغانستان راشد خان د ۸.۴ اورونو په اوسط د ۵ لوبغاړو په سوځولو دغه مقام ترلاسه کړی.

د راشد خان وروستو د نیوزي لېنډ لېګ سپینر اېش سودهي په دغه سیالو کې په دویم پوزیشن دی او د راشد خان نه ۵۹ پواېنټس وروستو دی. دا مهال د ټي-۲۰ یا شلو شلو اورونو په لوبو کې راشد خان د ۷۵۹ پواېڼس سره تر ټولو وړاندې دی.

د افغانستان راشد خان څو ورځې وړاندې د یوه ورځني لوبو (پنځوس اورونو) په لوبو کې هم تر ټولو لومړی مقام ترلاسه کړی.

راشد خان د افغانستان قامي لوبډلې لپاره ۲۹ ټي-۲۰ لوبې کړي او ۴۸ وکټې یې ترلاسه کړي. سره د دې راشد خان د هندوستان، اسټریلیا، برتانیې، وېسټ انډیز او بنګله دېش په لیګ مېچونو کې هم لوبیږي او دغلته هم کامیاب بالر ګڼل کیږي.