د طالبانو د دفاع وزير ویلي، د ډېورنډ د کرښې په اړه یې تراوسه فېصله نه ده کړې

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزير محمد یعقوب ويلي، د پاکستان د سره ډېورنډ په پوله د طالبانو مشرتابه تراوسه څه پرېکړه نه ده کړې او نه دوی په پوله د ازغن تار تېرولو اجازه ورکړې ده.

د افغانستان د ملي ټيلي ويژن سره په مرکه کې نوموړي ويلي، "د ډېورنډ موضوع ډېره لانجمنه موضوع ده، تېرې ادارې (حکومت) دوی (پاکستان) ته اجازه ورکړې وه، ازغن تار تېر شوی دی په محدوده ساحه کې پاتې دی، او په دې موضوع مو تراوسه پرېکړه نه ده کړې".

هغه وويل "دغه موضوع يې د وزيرانو شورا او مشرتابه ته وړاندې کړې په دې مشورې روانې دي د مشرتابه د لارښوونې ترمخه به عمل کیږي، تراوسه دوی چاته اجازه نه ده ورکړې چې ازغن تار تېر کړي راتلونکې چې څه فېصله وشوه په هغې به عمل کيږي".

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د دسمبر په میاشت کې داسې خبرونه مخې ته راغلي چې د پاکستاني ځواکونو لخوا د افغانستان سره د ننګرهار په پوله لګېدونکی د سيمو ازغن طالبانو ټول کړی وو.

وروسته پاکستان او طالبانو دواړو په پوله د پېښو رامنځته کېدل تاييد کړي وو.

په 5م جنورۍ د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار ويلي وو، "د افغانستان سره په نړيواله پوله د سيمو د ازغن تار لګولو کار نزدې 94فيصده پوره کړی شوی او د ايران سره په پوله د 71فيصده نه زيات کار ترسره شوی دی".

هغه ويلي وو "د پاکستان او افغانستان سره په پوله ازغن تار لګول د وخت سخت ضرورت دی، جوړول يې د خلکو وېشل نه، بلکې خوندي کول دي".

بابر افتخار زیاته کړې وه، "ازغن تار به په خپل ټاکلي وخت پوره کولی شي، خو نوموړي ټاکلې موده ياده نه کړه. هغه وویل دوی د دغه ازغن تار لګولو دپاره قربانۍ ورکړي، او زياته يې کړه دا د امن تار دی، او سر ته به رسولی شي او قايم به وي".

د پوځ وياند ويلي وو پاکستان د افغانستان سره پولې ته ډېورنډ لاين نه وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ نړیواله پوله يې بولي.

خو افغانستان د پاکستان سره پوله (ډېورنډ) په رسمیت نه مني او تل يې دريځ خپل کړی چې د دغه پولې مسله به د پولې دواړو غاړو ته پراته ولسونه کوي.

د طالبانو د دفاع وزیر نه پوښتنه شوې چې پاکستاني چارواکي دعوه کوي چې په پاکستان کې هغه وسله وال بريدونه کوي څوک چې په افغانستان کې پټ دي، د هغه ځای نه بريدونه کوي، هغه دغه دعوه رد کړه.

يعقوب وویل، هغه "دغه خبره ردوي، دوی په قطر کې د دنيا وعده کړې ده چې د افغانستان خاوره به د چا خلاف نه استعماليږي او دوی دغه وعدې ته ژمن دي که چرته دنیا وال دغو وعدو ته ژمن پاتې شي، او زياته یې کړه ګاونډي او نورو هېوادونو ته اطمينان ورکوي چې د افغانستان خاوره به د چا خلاف نه استعماليږي هغه وويل دغه الزامونه ردوي او دا هیڅ حقيقت نه لري".

د طالبانو د دفاع وزیر نه دغه پوښتنه په داسې حال کې شوې چې د روانې مياشتې فرورۍ په لومړو کې د پاکستان پوځ ويلي وو، په قبایلي ضلع کرمه کې د پولې پورې غاړې افغانستان لوري نه ترهګرو بريد کړی او پینځه پاکستاني سرتيري پکې وژل شوي وو.

پوځ ويلي وو، "پاکستان د ترهګرو لخوا د خپلو فعالیتونو لپاره د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمالولو سخته غندنه کوي او تمه لري چې د افغانستان موقتي حکومت به په راتلونکې کې د پاکستان پرضد د خپلې خاورې استعمالولو اجازت ورنکړي".

د پاکستاني طالبانو تحریک د دغه حملې ذمه واري منلې وه.

پاکستان او افغانستان له دې وړاندې هم په يو بل داسې تورونه لګولي، افغانستان او امريکا تور لګولی پاکستان هغه وسله والو ترهګرو ته ځای ورکړی چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

دغه ډول د پاکستان تورونه هم تل افغانستان رد کړي دي.