استخباراتي ادارو ته له خبرداري وروسته یو لادرکه تن د اسلام اباد هایکورټ ته وړاندې کړل شوی

لادرکه حسیب له بازیابۍ وروسته داسلام اباد دپولیس دیو لوړپوړي چارواکي سره دهغه په دفتر کې لیدل شي

داسلام اباد هایکورټ لخوا د هېواد خفيه ادارو ايم اي (پوځي اسخبارات) او ايي ایس ايي ته د خبرداري وروسته د تېر اګست په 22مه نېټه د اسلام اباد څخه په جبري توګه لا درکه شوی تن د شورو په ورځ د پايه تخت پولیسو عدالت ته وړاندی کړی دی.

اسلام اباد هایکورټ د لادرکه تن حسيب حمزه د راخلاصولو په خواست د اسلام اباد د پولیسو انسپکټر جنرل ته په لسو ورځو کې دننه د پلټنو سرته د رسوولو امر کړی او ویلي یې دي چې د ستمبر دمياشتې په 22مه نېټه دې خپل رپورټ جمع کړي.

په جبر د لادرکه تنانو په مقدمه کې دا پرمختګ د وزير اعظم شهباز شريف لخوا د تېرې جمعې په ورځ عدالت ته د ورکړې شوي هغه باور وروسته مخې ته راغلی چې په کې هغه د خلکو د لا درکۍ د ستونزې د هواري لوظ کړی ؤ.

د لادرکه تنانو د حقونو فعالين او قانون پوهان د ورک شوي تن حسيب حمزه موندنه د نورو لادرکه کسانو لپاره هم د اميد يو زېری ګرځوي او وايي باید د نورو ورکو تنانو په قضيو کې هم عدالت دا لاره خپله کړي.

د تېرې جمعې په ورځ د اسلام اباد هایکورټ چيف جسٹس اطهر من الله د حسيب حمزه نومي تن په جبري توګه د لادرکۍ په ضد دخواست اوریدنې په مهال د پوځ د خفيه ادارو ايم ايي او ايي ایس ایي د سېکټر کمانډرانو ته د شورو په ورځ عدالت ته وړاندې کيدو امر کړې و.

مشر قاضي ویلي وؤ چې د جبري لادرکيو په معامله پرېکړه موجوده ده او د هغې په رڼا کې به د جبري لادرکيو مسولين دقانون منګولو ته راوستل کېږي. خو په عېن حال کې نن د شورو په ورځ د اسلام اباد هایکورټ د مشر قاضي د خبرداري وروسته د اسلام اباد څخه لادرکه شوی تن حسيب حمزه په 24 ساعتو کې دننه موندل شوی او خپل کور ته ستون شوی دی.

د اوریدنې په مهال د لادرکه تن پلار عدالت خبر کړې چې د هغه ورک زوي کور ته بېرته راغلی او هغه مطمين دی.

د ورځپاڼې ډان د رپورټ ترمخه د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهر من الله د حسيب حمزه څخه پوښتلي چې هغه چرته تللی و نو دنوموړي وېنا وه ماته علم نشته ولې چې په سترګو یې راله پټۍ تړلې وې.

په اسلام اباد کې د لا درکه تنانو د قضيو پېروي کوونکې وکيله او د لادرکه تنانو د حقونو فعاله ايمان زېنب مزاري ډيوه ته وايي دا د ټولو لا درکه تنانو لپاره د اميد څرک دی اؤ هيله لري چې عدالت په نورو قضيو کې هم دا لاره خپله کړي.

هغه وايي ما هم د خپلو لادرکه موکېلانو مدثر نارو او نورو قضيو کې د تېرو شپږو میاشتو راهیسې د عدالت په وړاندې دا دليل اېښودلی دی چې عدالت دې د لادرکه تنانو په قضيو کې د پوځي خفيه ادارو ايم ايي او ايي ایس ايي سېکټر کمانډران راوغواړي او هیله لرم چې عدالت به په نورو ورته قضيو کې هم دا لاره خپله کړي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف هم د تېرې جمعې په ورځ د هېواد دننه په زوره د تري تم شويو کسانو په مقدمه کې اسلام اباد هایکورټ ته وړاندې شوی و او عدالت ته يې باور ورکړی و چې په جبر د خلکو د لا درکۍ ستونزه به هواروي.

عدالت په جبري توګه د لا درکه تنانو په مقدمه کې د پرمختګ لپاره مرکزي حکومت ته دوؤ مياشتو وخت ورکړی او د نومبر په 14 نېټه یې رپورټ غوښتی دی.

په پاکستان کې د خلکو په جبري توګه د لادرکۍ ستونزه نزدې 20 کاله زړه ده او د لادرکه تنانو خپل خپلوان ددې لا درکيو تورونه د هېواد د پوځ په طاقتور و خفيه ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه ردوي او وايي کېدای شي چې ورک تنان د بېلتون پاله بلوڅ وسله والو ډلو په ليکو کې شامل شوي وي، امنتیي ځواکونو سره نښتو کې وژل شوي وي او یا بل هېواد ته تښتېدلي وي.

پاکستان کې د لا درکه تنانو د حقونو دغېر دولتي تنظيم ډېفنس آف هيومن راېټس مشره امنه مسعود جنجوعه ډيوه ته وايي دا خبره له پخوا ښکاره ده چې نه خلک د مرکزى حکومت په وینا پورته کېږي او نه لا درکه کسان د وزير اعظم په ولکه کې وي.

هغه وايي ددې مطلب دا دی چې د خلکو په لادرکيو کې د اېجنسيانو لاس دی او د عدالت د وارننګ یا خبرداري وروسته د اسلام اباد څخه ورک شوی تن په يوه ورځ کې پېدا شو او کور ته ستون شو.

د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهر من الله د مقدمې د اوریدنې په مهال دا هم ویلي چي د حسيب حمزه لادرکي سنجيده پوښتنې راولاړوي او ددې پلټڼې پکار دي چې دا شهري چا اغوا کړی ؤ.

په پاکستان کې د لا درکه تنانو د مقدمو د هواري حکومتي کمېشن خپرو کړو خپلو وروستيو شمېرو کې ویلي چي د تېر اګست په میاشت کې د 95 نورو تنانو د لادرکه کېدو مقدمې درج شوي چې ورسره د سږني کال په لومړیو اتوؤ میاشتو کې د ورکو تنانو شمیر تر 488 رسېدلی دی.

د کمېشن د شمېرو ترمخه د کمېشن د جوړښت نه تر اوسه د8699 کسانو د لا درکې مقدمې ثبت شوي چې په کې په 6513 قضيو کار بشپړ شوی خو د 2 زرو څخه په زياتو مقدمو کار لا هم د ځنډ ښکار دی ولې د لا درکه بلوڅانو ،پښتنو او بشري حقونو تنظيمونه دا شمېرې له دې هم خورا ډېرې ښايي او دعوه کوي چې نزدې 40 زره کسان ورک دي.