د پېښور هايکورټ بنو څانګې د محسن داوړ او علي وزير ضمانتونه پاخه کړه

د ٖٖپېښور هايکورټ بنو څانګې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ مشرانو او وزيرستان څخه منتخب شوؤ قامي اسمبلۍ غړو محسن داوړ او علي وزير ضمانتونه عدالت پاخه کړي دي.

د پېښور هايکورټ د بنو څانګې تېره مياشت د دوی دواړو ته د يوې مياشتې پورې د خوشي کېدو عارضي ضمانتونه ورکړي وو.

داوړ او وزير نن د جمعې په ورځ ياد عدالت ته بيا وړاندې شو او عدالت يې ضمانتونه پاخه کړه.

د دواړو وکيل سنګين يوسفزی وي او ای ډیوه سره په خبرو کې د محسن داوړ او علي وزير د ضمانتونو د پخېدو پخلی وکړو او وې ويل چې اوس به د دوی په عدالت کې اورېدنې پېل شي.

سنګين زياته کړه د خړ کمر په پېښه کې په دوی دواړو سیاسي مقدمه جوړه شوې او داسې هيڅ خبره پکې نه وه ځکه د دوی دواړو ضمانتونه منظور شو.

هغه وويل د دې کېس مهمتیا د دې نه مالومیږي چې په دې مقدمه کې نور کسان هم نومول شوي وو خو د بل يو چا ګرفتاري پکې هم نه ده شوې.

په علي وزير او محسن داوړ د روان کال په ۲۶ مې د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې په پوځي چيک پوسته د برید او له هغې وروسته په اووم جون د پوځ په يو ګاډي د چاؤدنې په تور کې مقدمې جوړې شوې او بنديوان کړی شوي وو.

د پوځ په ګاډي د چاؤدنې په مقدمه کې د بنو د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت د دوي ضمانت اول منظور کړی او تېره میاشت په ۱۸م ستمبر د پېښور هايکورټ د بنو څانګې د خړکمر په مقدمه کې د دوي ضمانتونه منظور کړي وو.