د پاکستان د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب ويلي، د ترهګرۍ په مسله بلل شوی ټول ګونديز کانفرنس به د اوومې فرورۍ په ځای په نهمه فرروۍ په اسلام اباد کې ترسره کيږي.
د اطلاعاتو وزیرې نه دي ويلي چې د کانفرنس نېټه ولې بدله کړی شوه.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف په دويمه جنورۍ ويلي وو چې په اوومه فرورۍ د مهمو چېلنجونو په موضوع یې ټول ګونديز کانفرنس بللی او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان په ګډون یې ټولو سياسي ګوندونو ته په کانفرنس کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
مريم اورنګزېب نن په ټويټر ویلي، په ټول ګونديز کانفرنس کې د ملک ټولو سياسي مشرتابه بلل شوې، د ترهګرۍ او ورپېښو چېلنجونو د مقابلې دپاره تګلاره جوړولی شي او نېشنل اېکشن پلان ته به بيا کتنه کيږي.
د پاکستان تحریک انصاف فواد چودري ويلي، شهباز شریف تحریک انصاف ته په ميډيا د ترهګرۍ په معامله په ټول ګونديز کانفرنس کې د ګډون بلنه ورکړې ده. خو تراوسه پورې په رسمي ډول بلنه نه ده ورکړی شوې چې رسمي دعوت نامه ترلاسه شي په کانفرنس کې د ګډون په پرېکړه به مشوره کولی شي.
په 30 جنورۍ پېښور کې په پوليس لاين کې دننه په جومات کې د شوي ځانمرګی بريد چې پکې د 100 نه زیات کسان وژل شوي او د 200 زيات ژوبل شوي، ټول ګونديز کانفرنس بلل شوی وو.
د برید په ملکي او نړيواله کچه غندنه شوې او په لومړۍ فرورۍ مرکزي کابينې په پېښور کې شوی ځانمرګی بريد غندلی، او په ټولو سياسي ګوندونو یې زور راوړی چې د ترهګرۍ ضد قامي يووالی او هم اهنګي د وخت ضرورت دی.
په درېمه فرورۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ پېښور کې د اېپکس کمېټۍ غونډه وشوه او غونډې ته د پېښور د ځانمرګي حملې او د امنيت په اړه احوال وړاندې کړی شو.
وزیراعظم شهباز شريف ويلي وو، "د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې سېول او پوځي مشرتابه عزم څرګند کړو چې د پاکستان د خلکو ساتنه به په هر قيمت يقيني کولی شي. چا چې په بې ګناه خلکو بريد کړی د قانون منګولو ته به راوستل کيږي. د ترهګرۍ پرضد لاسته راوړنې به بيرته په ناکامۍ بدلې نه شي".
د سرکاري خبري ادارې ترمخه د اېپکس غونډې په اړه د وزيراعظم دفتر ويلي وو، په خېبرپښتونخوا کې به په فوري توګه د سي ټي ډي مرکز، د پنجاب صوبې په څېر فارنزک لېب، او د ښار د خوندي والي يا سېف سټي پروژه پېل کولی شي.
دغه رنګ ويل شوي وو، غونډې اتفاق کړی چې د ترهګرۍ د خاتمې دپاره به د مرکز او صوبو ترمنځ يو سوچ او تګلاره جوړولی شي او په دغه لړ کې د تګلارې جوړولو دپاره لارښوونه هم شوې ده.
او غونډې اتفاق کړی چې په ملک کې دننه د ترهګرۍ د مالي مرستو ټولې سرچينې به ختمولی شي.
په 30 جنورۍ پېښور کې په پوليس لاين کې دننه په جومات کې د ځانمرګی بريد په اړه د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي وو، د تحریک طالبان پاکستان خراساني ډلې د دې زمه واري منلې ده.