د نواز شریف حکومت د فاټا اصلاحاتو کې مخلص نه دی: فرحت الله بابر

د پاکستان پیپلز ګوند سینټر فرحت الله بابر نن په اسلام اباد کې د فاټا اصلاحاتو په اړه رابلل شوي ټول ګونډیز کانفرنس کې په مرکزي حکومت نیوکې کړي چې دوي په اصلاحاتو کې مخلص نه دي.

د ټول ګوندیز کانفرنس وروستو د ډیوه ریډیو سره په ځانګړو خبرو کې ښاغلي فرحت الله بابر ویلي: ٫٫ مرکزي حکومت تیر کال د اګست په میاشت کې د اصلاحاتو اعلان کړی، د روان کال مارچ په میاشت کې بیا مرکزي کابینې د دغې منظوري ورکړی خو د منظورۍ وروستو تر اوسه دغه اصلاحات صدر ته نه دي وړاندې شوي. نو مونږ څنګه یقین وکړو چې مرکزي حکومت په دغه کار کې مخلص دی.٬٬

په اسلام اباد کې د خالي / شنبې په ورځ د فاټا اصلاحاتو په اړه رابلل شوې ټول ګونديز کانفرنس وروستو په یوه اعلامیه کې دا غوښتنه هم شوې چې د وزیراعظم له احکاماتو سره سم دې د فاټا اصلاحاتو په اړه د قامي اسمبلۍ غونډه راوبلل شي. د قبایلي سیمو د پارلیمان غوښتنه کړې چې د ۲۰۱۸م کال په انتخاباتو کې دې فاټا ته په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې نمایندګي ورکړل شي.

د ننۍ غونډې وروسته د وزیراعظم نواز شریف ځانګړي سلاکار بیرسټر ظفرالله يوې خبري غونډې ته وویل چې د ۲۰۱۸م په انتخاباتو کې به په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې قبایلي سیمو ته ۲۳ څوکۍ ورکړل کیږي چې پينځه به پکې مخصوصې وي او پر ۱۸ څوکیو به انتخابات کېږي. نوموړي زیاته کړی د وزیراعظم هڅه ده چې د روانې میاشتې پر ۲۷مه نیټه چې د بجټ غونډه کیږي، تر هغې مخکې به د قامي اسمبلۍ غونډه راوبلل شي.

ننۍ غونډه په داسې حال کې وشوه چې پرون د وزیراعظم له دفتره نه خپور شوي بیان کې ویل شوي وزیراعظم نواز شریف د قانون وفاقي وزير زاهد حامد ته امر کړی چې د قبايلي سيمو اصلاحاتو بل د قامی اسمبلۍ په راتلونکي غونډه کې وړاندې کړي.

په اسلام اباد کې شوې نني ټول ګوندیز کانفرنس په اړه تفصیلي احوال د ډیوه ریډیو خبریالې رابعه پیر په دې رپورټ کې واورۍ.

Your browser doesn’t support HTML5

د فاټا په اصلاحاتو اسلام اباد کې ټول ګوندیز کانفرنس

د پاکستان په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو په اړه که یو خوا د قبایلي سیمو خلک خوشحاله دي او ګڼي د دغه اصلاحاتو وروستو به دوي د نور هیواد د خلکو په شان ژوند اوکړی شي.

خو ګڼ شمیر قبایل بیا دا نیوکه هم کوي حکومت د اصلاحاتو عملي کولو موده یا وخت پينځه کاله ښودلی کوم چې سوا دی او حکومت له پکار ده دغه کار زر تر زره عملي کړي. د فاټا اصلاحاتو په اړه شوې نني ټول ګوندیز کانفرنس وروستو د پاکستان قبایلي سیمو ځنو غړو خپل غبرګون ډیوه ریډیو سره شریک کړی تاسو يې په لاندیني لنک اوریدی شۍ.

Your browser doesn’t support HTML5

د فاټا اصلاحات او د قبایلو غبرګون