امريکا کې د کی اېم سي ډاکټران وايي د پښتنو ټولنه سياسي درملنه غواړي

په نړۍ کې تکړه قامونه هاغه دي چې خپل کارونه يې په خپله سم کړي دي

په امريکا کې د مېشتو ډاکټرانو خيال دی تر څو چې پښتنو خپله د خپلو ستونزو سمولو لاره نه وي لټولي ، د اسمان نه په سپين اس سور څوک ليډر به ورته نه راځي . او مسلې به ورته نه سموي .
د امريکې د فلورېډا رياست په اورلېنډو ښار کې د شمالي امريکې د ډاکټرانو د اته دېرشمې (۳۸م) غونډې په مهال د پېښور نه راغلي د خېبرمېډيکل کالج (کی اېم سي) پرنسپل پروفېسر اعجازخټک او د کی اېم سي پخوانو طالب علمانو تنظيم خېبرايلومينائې غړو ډيوه ريډيو ته وئيلي دي ، چې په نړۍ کې تکړه قامونه هاغه دي چې خپل کارونه يې په خپله سم کړي دي .

Your browser doesn’t support HTML5

امريکا کې د کی اېم سي ډاکټران

په امريکا کې مېشت پښتانه ډاکټران فکرمنده دي چې پښتانه اوس هم اکثره د خپلو مسلو سمولو لپاره څه لارې چارې نه لټوي . ډاکټران وايي بايد اوس پښتانه د خپلو مسلو زمه واري په خپله اومني ، او ځانونه تکړه کړي چې د نورو وتلو قامونو سره سيال شي .
د ډاکټرانو په خيال تر څو چې مرض معلوم نه وي علاج نه شي کېدلی . پښتنو له پکار ده چې خپلې ټولې غلطۍ په خپله اومني او د بل ټوپک ته اوګه ورکول بند کړي .
په دې غونډه کې د خېبرمېډيکل کالج پرنسپل پروفېسر اعجازخټک، د زړونو ډاکټر ارشد ريحان، د تريخښي ډاکټر طفېل اعجاز ، د زړه ډاکټر ماجد مغل او د پخښتورګي ډاکټر بهرام مومند څه په سياست او څه په صحت خبرې کړي دي .