په باګرام کې امريکايي پوځي اډې ته نزدې بريد شوی

د افغانستان د پروان صوبې په باګرام ولسوالۍ کې د امریکايي پوځي اډې سره نزدې ځانمرګی او وسله وال برید شوی او د لمړو مالوماتو ترمخه پينځه تنه پکې ژوبل شوي دي.

د رويټرز خبري ادارې ترمخه افغان او د نېټو چارواکو د بريد پخلی کړی دی.

د دې خبر خپرېدو پورې د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

د پروان صوبې د والي وياندې واحده شکر په بريد کې د پينځه کسانو د ژوبلېدو ويلي دي.

د راپورونو ترمخه بريد کوونکو د باګرام پوځي اډې سره نزدې اول موټري بم برید کړی او بيا يې ډزې پېل کړي دي.

شکر ويلي د وسله والو بريدګرو سره تر ۳۰ دقيقو (منټونو) نښته شوې او دوی غوښتل چې پوځي اډې ته دننه ورشي خو نه دي کامیاب شوي.

په افغانستان کې د نېټو ځواکونو ويلي په بريد کې امریکايي ځواکونو ته هيڅ مرګ ژوبله نه ده اوختې.