په کنیډا کې "باچاخان نایټ" ولمانځل شو

د شمالي امرېکې ستر هیواد کنیډا په کلگرۍ ښاریه کې د ستر ملت پال پښتون مشر باچا خان په نوم دنومبر په 18 مه یو ماښامې لمانځل شوې چې ورته د باچا خان نایټ نوم ورکړی شوی وو.

اول ځل دی چې د باچا خان په نوم دا قسمه دستوره وشوه او د کنیډا د بیلو بیلو ښارونو څخه ورته پښتانه غونډ شوي وو.

غونډې ته په وینا کې د عوامي نیشنل گوند د کنیډا څانگې مشر شیر اکبر خان اوویل دا وخت چې په نړۍ کې د پښتنو څومره قامي گوندونه دي د دې ټولو بنياد د باچا خان تر تحریکه رسي. هغه اوویل د باچا خان په خپله قامي خبره پوهه کړي دي.

غونډې ته د ای این پي کنیډا ستر سیکتر اشتر خان او د پښتون کونسل کنیډا غړي عمیرخان او ممتاز خان هم وینا گانې وکړې.

اشتر خان اوویل په پاکستان کې د پښتنو سره د میرې مور سلوک کیږي. د هغه په خیال په پنجاب کې د هند اولس ته د کرتارپور لاره ویړیا پرانستل شوه خو د تورخم او چمن په پله خنډان لگول کیږي.

نورو وینا والو اوویل د پاکستان د اوسني دور پښتانه د خپل تاريخ، ژبې، خاورې او وسايلو نه ناخبره ځکه دي چې دهیواد په نصاب کې ورته دغه خبرې نه ښودل کیږي.

ددې غونډې په حقله د عوامي نیشنل گوند د پښتونخوا څانگې صدر ایمل ولي خان په یو ټویټ کې د کنیډا خپلو غړیو ته امبارکي ورکړې ده.

خان عبدالغفار خان د برتانیوي پیښور د اوتمانځو په سیمه کې د باچا خان د کتاب زما ژوند او جدوجهد تر مخه په 1890 کې زیږیدلې و. هغه په 20 جنورۍ 1988 کې مړ شو او د افغانستان په جلال اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

د باچا خان خپل نوم عبدالغفار خان وو خو مشهور په باچاخان، خدایي خدمتگار، خان بابا یا فخر افغان وو. هغه ته جمعیت علما هند د ریس الاحرار خطاب هم ورکړی و.

هغه د برتانیوي حکومت د ظلمونو او د خلکو د کلتور د سپکاوي په ضد عملي مبارزه کوله. د جینکو او هلکانو لپاره یې سکولونه جوړول .

باچا خان د پښتنو د ازادۍ او استقلال یو فعال مشر و.

باچاخان په 1920 کې د اصلاح افاغنه تحریک بنیاد کېښودو کوم چې ورستو په 1928 د خدايي خدمت گارتحريک په نوم بدل شو.

په هغه د ډاکټریټ اووه ډگریانې شوي دي او هغه ته پکې د شلمې پیړۍ لوی بشر دوست او خداي خدمتگار ویل شوي دي.