باجوه ډاکټرېن څه شی دی؟

پاکستاني ميډیا له تېرو څو ورځو راهسې د پوځ د وسني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ځېنې خبرې او آېنده تګلاره د باجوه ډاکټرېن (باجوه مفکوره) په نامه يادوي.

پاکستاني ميډیا له تېرو څو ورځو راهسې د پوځ د وسني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ځېنې خبرې او آېنده تګلاره د باجوه ډاکټرېن (باجوه مفکوره) په نامه يادوي.
د باجوه ډاکټرېن تراوسه کومه ليکلې بڼه نشته خو مېډيا دغه اصطلاح د جنرال باجوه د ځينو هغه خبرو نه اخستې چې وايي نوموړي يو شمېر خبريالانو ته د امنيت په اړه د نه خپرولو په شرط يا آف دي رېکارډ کړې وې .
په ميډيا کې د باجوه ډاکټرېن ځينو برخو په سياسي پوهانو او د پاکستان په دريو صوبو کې اندېښنې پارولي دي.يوه برخه لکه چې ميډيا يي ذکر کوي وايي چې جنرال باجوه ۱۸م آيني بدلون نه غواړي بل دا چې ګني پوځ به د منتخب حکومت او عدليې ترمينځ لانجه کې د عدليې سره ودريږي او يا دا چې غواړي غربي پوله بيخي خوندي کړي.

د باجوه ډاکټرېن سره په مېډيا کې تړل شوې خبرې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال آصف غفور رد کړي هغه د سياسي ګوندونو او څيړونکو نيوکو ته په يوساده ځواب کې وويل چې د پاکستان "امنيت" اصل کې باجوه ډاکټرېن دی.

د لاهور د لمز کالج استاذ رسول بخش رېس وايي جنرل قمر باجوه يواځي پوځي جرنېل بلکه د پاکستان د پوځ مشر دی دغه پوځ چې وخت په وخت يي د جمهوري حکومتونو تختې نسکورې کړي .

نوموړی وايي، " د جنرل باجوه د تګ لارې ارادې، وخت او لهجې پښتنې راپورته کړي.

په مېډيا کې تر اوسه د باجوه ډاکټرېن په بېلا بېلو برخو کې وېشل شوي دي ځنې غټ ټکي يي داسې دي:

۱۸م آيني ترميم ( چې پکې صوبو ته اختيارات ورکړل شوي) : د جنرل باجوه په دغه تګ لاره کې په ۱۸م آيني ترميم هم نيوکې شوي چې ګنې دغه آيني بدلون د بنګله دېش د مشرشېخ مجيب الرحمان دهغه شپږو نقطو نه هم ډېر خطرناک دی چې پاکستان يي په کال ۱۹۷۱م کې دوه ټوټې کړې وې په دغه ډاکټرېن کې ويلې شوي دي چې د ۱۸م آيني ترميم سره پاکستان د فېډرۍشن نه کنفېډرېشن کې بدل شوې او وايي صوبې په دغه بدلون کې ورغلي يوشمېر ادارې په ښه شان نه شي چلولی.

خارجه تګ لاره: ګاوڼډي هېوادونو سره ښې اړيکې ، نړيوالو طاقتونو سره د برابرۍ په اساس تعلقات د باجوه ډاکټرېن د خارجه تګ لارې بنيادي ټکي دي.

دغه ډاکټرېن د پاکستان په اړه داسې تورونه ردوي چې ګنې پاکستان افغانستان خپله پېنځمه صوبه ګڼي اومداخلت به پکې کوي. دغه تګ لاره کې د افغانستان سره د رورولۍ په اساس د ښو اړيکو غوښتنه شوې.

د جمهوريت پلوي: په باجوه ډاکټرېن کې د جمهوريت د پوره ملاتړ ژمنه شوې او د جمهوري حکومتونو په ضد د سپريم کوټ په فېصلو کې د پوځ مداخلت ردوي او وايي د قانون احترام او د قانون بالادستي د ترهګرۍ خلاف مهمه رول لوبوي.

دترهګرۍ ختمون او د امن خوندي کول: باجوه ډاکټرين په هېواد دننه په امنيت قوي کولو زور اچوي او غواړي چې د پاکستان په خاوره ترهګر خوندي ځايونه او نه لري په دغه نوې تګ لاره کې د ښه او بد ترهګر پخوانۍ تګ لاره رد کړې شوې ده او د پاکستان د روښانه سباؤن په خاطر دغه هېواد د تندروۍ نه د پاکولو ژمنې شوي او وايي چې کوم ترهګروسله کېږدي او د پاکستان آيين اومني نو په ټولنه کې به ورته ځاې ورکړی کيږي.