د بینظیر بټو او اصف زرداري د لور بختاور بټو زرداري کوژدن ده

د پاکستان د پخوانۍ وزیراعظمې بینظیر بټو او پخواني صدر اصف زرداري د لور بختاور بټو زرداري کوژدن د روانې مېاشتې په 27 د محمود چوهدري سره کېږي.

بختاور په خپله ټویټر پاڼه د پیپلز ګوند د ميډیا سېل یو بیان خپور کړی دی چې وايي د هغې چنغول 27 کلن محمود د محمد یونس او بیګم ثریا زوی دی، په متحده عرب اماراتو کې اوسېږي، د تعمیراتو، ماليې او ټیکنالوجۍ کاروبار کوي او د برتانیه د ډرهم پوهنتون نه یې د قانون زدکړې کړي دي.

30 کلنه بختاور په سیاست کې فعاله ده، هغې د ایډنبرګ پوهنتون نه زدکړې کړي دي.

د هغې مشر ورور بلاول زرداري د پاکستان پیپلز ګوند مشر او پارلېمان غړی دی، د هغې یوه کشره خور اصفه بټو زرداري ده.

بختاور خپل یو ویب سایټ هم (bakhtawarbz.com)لري چې پکې د خپلو هلو ځلو معلومات ورکوي.

بختاور د خپل ورور بلاول سره په 31 مه جنورۍ 2017 کې په واشنګټن کې د وایس اف امریکه وداني ته هم راغلې وه.

بختاور د خپل ورور بلاول سره په 31 مه جنورۍ 2017 کې په واشنګټن کې د وایس اف امریکه وداني ته هم راغلې وه.

هغې په دغه سفر کې د تور رنګ اوږدې، ساده خو د جدید طرز جامې اغوستې وې.

بختاور ددغه سفر په وخت د وایس اف امریکه د خبریالانو سره د خپلو هلو ځلو په حقله خبرې هم کړې وې.

بینظیر بټو د خپل زوي بلاول، لوڼو بختاور او اصفه سره، بختاور د زیړ او تور رنګ په جامو کې ده, هغه دغه وخت نهه کلنه وه

بختاور او اصفه په ګړي خدابخش کې په دسمبر 29، 2007 د خپلې مور بنظیر بټو په قبر دعا کوي